اسلام آباد۔6فروري (اے پي پي)د پاور ډویژن وفاقي وزير سردار اویس احمد خان لغاري د سپېځلتيا ودې او باخبره پالیسي سازي باوري كولو لپاره د مهم اقدام تر مخه د توان څانګې په اړه مستند او جامع ډیټا ته د اولس ٬ محققین، د توان پوهانو او زده كوونكو ته د رسائۍ وركولو امر كړے دے ۔ د پاور ډویژن وياند تر مخه وفاقي وزیر په دې امر زور راوړو …
چارواكي دې د توان څانګې په اړه ډیټا ته د اولس رسائی باوري كړي ، سردار اویس احمد خان لغاري

مزید خبریں
اسلام آباد۔6فروري (اے پي پي)د پاور ډویژن وفاقي وزير سردار اویس احمد خان لغاري د سپېځلتيا ودې او باخبره پالیسي سازي باوري كولو لپاره د مهم اقدام تر مخه د توان څانګې په اړه مستند او جامع ډیټا ته د اولس ٬ محققین، د توان پوهانو او زده كوونكو ته د رسائۍ وركولو امر كړے دے ۔ د پاور ډویژن وياند تر مخه وفاقي وزیر په دې امر زور راوړو چې سمو او باور وړ معلومات ته رسنې سره به اړوندو ډلو ته د پاور سیکټر ښه والي لپاره رغنده او معنی لرونكو وړاندېزونو وركلوو له مرسته تر لاسه شي ۔ ده ووئېل په شواهد اډاڼه مکالمه او مؤثر اصلاحات په داسې صورت ممکن دي چې كله ډیټا كښې سپېځلتيا موجود وي ۔وفاقي وزیر ووئېل د توان څانګې په اړه معلومات آسان او په وخت وركولو څخه به نه يوازې د احتساب عمل ته وده تر لاسه شي بلکې د اولس باور به هم مستحکم شي ۔










