نوم پنه ، کمبوډیا۔6فروري (اے پي پي)مملکت کمبوډیا اعلان کړے دے چې سږ كال به هغوي اګست یا ستمبر كښې د نړيوال بین الپارلیماني سپیکرز کانفرنس كورتوب كوي ۔ د دې رسمي اعلان د کمبوډیا د سینیټ صدر سمډیچ اکا موها سینا پډئي تھیچو هن سین او د ISC باني د سېنېټ چیئرمین سید یوسف رضا ګیلاني په درناري کښې د اعلیٰ كچې سهار ناري ملاقات کښې وكړو ۔ د …
کمبوډیا كښې به سږ كال د ڼريوال بین الپارلیماني سپیکرز کانفرنس کېږي

مزید خبریں
نوم پنه ، کمبوډیا۔6فروري (اے پي پي)مملکت کمبوډیا اعلان کړے دے چې سږ كال به هغوي اګست یا ستمبر كښې د نړيوال بین الپارلیماني سپیکرز کانفرنس كورتوب كوي ۔ د دې رسمي اعلان د کمبوډیا د سینیټ صدر سمډیچ اکا موها سینا پډئي تھیچو هن سین او د ISC باني د سېنېټ چیئرمین سید یوسف رضا ګیلاني په درناري کښې د اعلیٰ كچې سهار ناري ملاقات کښې وكړو ۔ د سینیټ سیکرټریټ د اړخه جاري بیان تر مخه په دې موقع د کمبوډیا د سینیټ صدر په خاص توګه چیئرمین سینیټ پاکستان سید یوسف رضا ګیلاني سره د سهار ناشته وكړه ۔ دا غیر معمولي او خاص ملاقات د پاکستان او کمبوډیا تر مينځه د شريك باور، احترام او مضبوطو اړيكو واضحه علامت ګرځولې كېږي ۔ملاقات کښې د کمبوډین سینیټ صدر په اولسي كچه د کمبوډیا د اړخه د ISC د كوربتوب فیصلې اعلان کښې ووئېل دا پرېكړه د سینیټ چيئرمېن سید یوسف رضا ګیلاني په مشاورت او د داډ ګېرنې نه بس شوې ۔ هغه د ISC يو معتبر نړيوال پارلیماني پلیټ فارم جوړولو كښې د چیئرمین ګیلاني قائدانه کردار وستائېلو ۔دواړو لارښودو د پارلیماني سفارت کارۍ ، نړيوال امن، شرېكې مرستې او د ڼړيوالې مکالمې ودې لپاره مشترکه عزم څرګند كړو ۔ په دې مهم ملاقات كښې د کمبوډیا اعلیٰ قیادت او سینئر چارواكو ګدون وكړو ، چې پكښې نائب وزیراعظم او د سول سروس وزير هن ماني، د خصوص مشن انچارج سینئر وزيررانو عثمان حسن او سري تھارونګ، د سینیټ د وړومبۍ کمیټۍ چیئرمین ټګي چن فال، د وسله وال پوځ نائب کماندر او د دفاع وزارت د انټیلې جنس چیف هن مانیتھ، او د سینیټ سیکریټري جنرل لے سامکول شامل وو ۔ دغسې د کاروباري برادرۍ نامتو لارښودو ، د کمبودین چیمبر آف کامرس نائب صدر تیک اوکټھا سیټر رتھي او د حیات ریجنسي هوټل مالک نیک اوکټھا لیا نګ مینګ هم ګډون وكړو ۔ د سېنېټ چیئرمین سید یوسف رضا ګیلاني د کمبوډیا قیادت د تود هر كلي او د كورتوب مننې كولو سره د ISC كوربتوب له د كمبوډیا انتخاب د دواړو هېوادونو ترمينځه د اعتماد، احترام او رغنده پارلیمانی مکالمې د مشترکہ وژن مظهر دے ۔ د ملاقات په مهال چیئرمین ګیلاني وړاندېز وركړو چې کمبوډیا دې اسلام آباد كښې خپل سفارتي مشن په جوړولو غور وكړي ٬ دغسې چې دوه اړخيزه اړيكو ته لا وده وركړې شي ، په كوم چې د کمبوډیا قیادت مثبت غبرګون رامخې ته شو ۔ ۔










