اسلام آباد۔6فروری(اے پی پی) د صحت وفاقي وزير سيد مصطفې كمال وئيلي دي په پاكستان كښې هر كال نزدې 61 لکه 90 زره كوچنيان پېدا كيږي كوم چې د نيوز لېنډ له آبادۍ څخه زيات دي٬ په داسې حال كښې كه د رنځونو مخنيوي ته پام ونكړے شي نو د روغتيا نظام به سخت فشار سره مخ كيږي او د دې اثرات نن مونږ ته ښكاري ۔ د روغتيا نظام …
د صحت نظام به هر يو كور ته رسول وي: وفاقي وزير سيد مصطفی كمال

مزید خبریں
اسلام آباد۔6فروری(اے پی پی) د صحت وفاقي وزير سيد مصطفې كمال وئيلي دي په پاكستان كښې هر كال نزدې 61 لکه 90 زره كوچنيان پېدا كيږي كوم چې د نيوز لېنډ له آبادۍ څخه زيات دي٬ په داسې حال كښې كه د رنځونو مخنيوي ته پام ونكړے شي نو د روغتيا نظام به سخت فشار سره مخ كيږي او د دې اثرات نن مونږ ته ښكاري ۔ د روغتيا نظام به د ګرد هېواد هر يو كور ته رسول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د کالج آف فزیشنز اېنډ سرجنز دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د تېرو 6 مياشتو څخه زه د روغتيا د وفاقي وزير په حېث خپله ذمه واري ترسره كوم او په دې مهال زه دې نتيجې ته رسېدلے يم چې د روغتيا نظام بايد يوازې تر روغتونونو جوړولو ٬ آلات رسولو او د ډاكټرانو تعيناتولو محدود نه كړے شي۔ ده ووئيل په پاكستان كښې هر كال نزې 61 لکه 90 زره كوچنيان پېدا كيږي كوم چې د نيوز لېنډ له آبادۍ څخه زيات دي٬ په داسې حال كښې كه د رنځونو مخنيوي ته پام ونكړے شي نو د روغتيا نظام سخت فشار سره به مخ شي او د دې اثرات نن مونږ ته ښكاري۔ ده ووئيل د روغتيا نظام به هر يو كور ته رسول وي ولې ځې اصل روغتيا د رنځونو څخه بچ كولو ٬ پاكو اوبو ٬ د كوچنيانو وېكسي نېشن ٬ د مور او بچي صحت او پاك چاپېريال سره تړلې ده۔ ده ووئيل د پاكستان موجوده نظام په حقيقت كښې د هېلتھ کېئر په ځاے ناجوړه کېئر سسټم جوړ شوے چرته چې د رنځورانو درملنو ته پام ګرځولې شي ۔ د ده وېنا وه چې په درملنو كښې بايد پرائمری هېلتھ کېئر ته پام لرنه وكړې شي۔ دې څخه وروستو سېکنډري او تر ټولو وروستو ټرشري هېلتھ کېئر بايد راشي۔ د بده مرغه لوې روغتونونه جوړ كړے شول خو پرائمري كچې ته پام ونه كړے شو۔ ده په ګرده نړۍ كښې خذمات ترسره كوونكي پاكستاني ډاكټران د پاكستان سفيران ګرځولو سره ووئيل ډاكټران د ټولنې نمائندګي كوي۔ په دې موقع ده ډاكټر ګولډ برګ او د هغه ډلې ته د 50 زره پېشه ورو په تربيه كولو او 50 څخه زياتو نړيوالو مركزونو سره په پېستون مباركي وركړه۔ وفاقی وزیرِ ووئيل په پاكستان كښې هر كال نزدې 32 زره ډاكټران جوړېږي٬ په مېډيكل كالجونو كښې نزدې 32 زره چوكۍ دي۔ سږ كال يو لك 41 زره زده كوؤنكو درخواست وركړے ٬ 91 زره اهل ګرځولې شوي او 24 زره ته داخله وركړې شوه۔ ده ووئيل بهترين هغه دے كوم چې د نورو انسانانو په كار راځي او د انسانيت خذمت د پاك پروردګار په نزدې تر ټولو اعلی عمل دے










