اولسي مزاج په محتاط انداز ښه والي پلو روان دے ،د پرمختګ برقرار ساتلو لپاره معاشي استحکام، مؤثر واکمني او جامع ترقي کلیدي اهمیت لري ،خرم شهزاد

اسلام آباد۔6فروري (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير صلاحكار خرم شهزاد وئېلي دي د كلونو معاشی ستونزې، سیاسي عدم استحکام او د قدرتي آفات نه پس په مجموعي توګه د پاکستان اولسي مزاج په محتاط انداز ښه والي پلو روان دے او د دې پیش رفت برقراره ساتلو لپاره مسلسل معاشي استحکام، د مؤثر طرز واكمني او جامع ترقي کلیدي اهمیت لري ۔ د جمعې په ورځ په ایکس …

اسلام آباد۔6فروري (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير صلاحكار خرم شهزاد وئېلي دي د كلونو معاشی ستونزې، سیاسي عدم استحکام او د قدرتي آفات نه پس په مجموعي توګه د پاکستان اولسي مزاج په محتاط انداز ښه والي پلو روان دے او د دې پیش رفت برقراره ساتلو لپاره مسلسل معاشي استحکام، د مؤثر طرز واكمني او جامع ترقي کلیدي اهمیت لري ۔ د جمعې په ورځ په ایکس جاري پیغام كښې ده د ګیلپ سروے 2025 په اړه ووئېل كال 2025 كښې پاکستان كښې د اولسي جذبات كښې ښه والے راغلے، هر څو چې خلق د سباون په اړه اوس هم محتاط دي ، د 31 فیصد پاکستانیانو وېنا ده چې د ژوند معیارِ ښه كېږي ، دغسې په كال 2023 كښې دا شرح يوازې 15 فیصد وه ، په معاشي توګه هيله مندۍ كښې زياتوالے راغلے ، په كال 2025 كښې 25 فیصد كسانو په مقامي معیشت كښې د ښه والي راتلو خبره كړې ، او په كال 2024 كښې دا شرح 12 فیصد وه ، دا ښه والے د معاشي استحکام نه پس راغلو ، چې پكښې افراطِ زر كښې کمے (مئي 2023 كښې نزدې 40 فیصد نه په كمېدو 6 فیصد څخه هم كم شو )، مضبوطه كېدونكې کرنسي او زياتېدونكې د زرِ مبادله پانګې شاملې دي ۔ده ووئېل په سروے كښې د قیادت مقبولیت په زياتېدو 36 فیصد ته ورسېد، كوم چې د كال 2020 نه پس لوړه كچه ده ، د بدعنوانۍ په اړه منفي تاثر د كال 2023 ریکارډ لوړې كچې نه کم شو ۔ده ووئېل په اولسي خېر ښېګړه كښې ښكاره كمے راغلے دے ، سروے كښې 25 فیصد كسان ’’خوشحاله‘‘ او 19 فیصد د ’ ستونزو ښکار‘‘ ګړځولې شوي كوم چې په 2024 د ډېرې انتهائي کمې كچې نه واضحه بدلون دے ۔ ۔خرم شهزاد ووئېل د كلونو معاشي مشکلات، سیاسي عدم استحکام او قدرتي آفات نه پس په مجموعي توګه د پاکستاني اولس مزاج په محتاط انداز كښې ښه كېدو پلو تللے دے۔

مزید خبریں