سينيټ د كشميري اولس د خپلواكۍ حق لپاره د روانو عادلانه ستړو نه كمزورې كيدونكې اخلاقي ٬سياسي او سفارتي مرستې له قرارداد منظور كړو

اسلام آباد۔6 فروری(اے پی پی) سېنېټ د پاكستان لخوا د جمو وكشمير اولس د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو لپاره د روانو عادلانه ستړو په نه بدلېدونكې او نه كمزورې كېدونكې اخلاقي سياسي او سفارتي مرسته د اډانه قرارداد په متفقه توګه منظوري وركړه۔ دا قرارداد د جمعې په ورځ په ايوان كښې د كشمير ٬ ګلګت بلتستان او سېفران چارو وفاقي وزير انجینئر امیر مقام وړاندې كړو۔ ایوان په جمو …

اسلام آباد۔6 فروری(اے پی پی) سېنېټ د پاكستان لخوا د جمو وكشمير اولس د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو لپاره د روانو عادلانه ستړو په نه بدلېدونكې او نه كمزورې كېدونكې اخلاقي سياسي او سفارتي مرسته د اډانه قرارداد په متفقه توګه منظوري وركړه۔ دا قرارداد د جمعې په ورځ په ايوان كښې د كشمير ٬ ګلګت بلتستان او سېفران چارو وفاقي وزير انجینئر امیر مقام وړاندې كړو۔ ایوان په جمو و کشمیر د هند د غېر قانوني قبضې سختې غندنې كولو سره د كشميري اولس جرات ٬ استقامت او قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ په قرارداد كښې د هند د 5 اګست 2019 يو اړخيزه او غېر قانوني اقدامات څخه وروستو په نړيواله كچه د تسليم شوي شخړيز تشخص كمزوري كولو له په پرله پسې هڅو ژوره اندېښنه ښكاره كړې شوه۔ ايوان په دې خبره زور راوړو چې د كشميري اولس د خپلواكۍ حق هېڅ متبادل نه لري۔ په قرارداد كښې زياته كړې شوه چې په سوئيلي آسيا كښې تلپاتي امن لپاره د كشمير مسئلې عادلانه حق د ملګرو ملتنو د سلامتي كونسل قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې ضروري دے۔ سېنېټ په هند زور راوړو چې هغه دې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په اړوندو قراردادونو عملدرآمد وكړي دغسې چې كشميرے اولس د خپل سباؤن پرېكړه پخپله وكړے شي

مزید خبریں