د سينيټ چيئرمېن ترلائي كښې امام بارګاه سره نزدې د ځانمرګي چاودنې غندنه وكړه

اسلام آباد 06 فروری(اے پی پی)د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د اسلام آباد په ترلائي سيمه كښې د امام بار ګاه دروازې سره نزدې د شوي ځانمرګي بريد په سختو ټكو غندنې كولو سره په دې افسوس ناكه پیښه كښې د بې ګناه مونځ كوونكو په شهادتونو د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔د سينيټ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې ده د چاودنې په نتيجه …

اسلام آباد 06 فروری(اے پی پی)د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د اسلام آباد په ترلائي سيمه كښې د امام بار ګاه دروازې سره نزدې د شوي ځانمرګي بريد په سختو ټكو غندنې كولو سره په دې افسوس ناكه پیښه كښې د بې ګناه مونځ كوونكو په شهادتونو د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔د سينيټ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې ده د چاودنې په نتيجه كښې د ژوبل شوو كسانو سره د يو والي څرګندونې كولو سره د هغوي زر او بشپړه روغ صحت لپاره دعا وكړھ۔د سينيټ چيئرمېن ووئيل د عبادت ځايونه په نخښه كول په انسانيت٬مذهبي او قامي هم غږۍ نيغ په نيغه بريد دے كوم چې په هېڅ صورت برداشت كېدې نه شي۔ده ښكاره كړه چې داسې بزدلانه او سفاكانه اقدامات د قام حوصلې كمزورې كولې نه شي بلكې داسې ډول پېښې قام يو موټے او پرعزم جوړوي۔سيد يوسف رضا ګېلاني ووئيل د ترهه ګرو كوم مذهب٬قام يا هېواد سره هېڅ تعلق نه وي٬دا عناصر په اصل كښې د انسانيت دښمنان دي كوم چې د هېواد پرمختګ٬خوشحالۍ او امن سبوتاژ كول غواړي۔سيد يوسف رضا ګېلاني د شهيدانو كورنيو سره غمرازي او د يو والي څرګندونې كولو سره ووئيل په دې سخت وخت كښې ټول قام د شهيدانو كورنيو په غم كښې برابر شريك دے۔

مزید خبریں