وزيراعظم محمد شهباز شريف ترلائي كښې په امام بارګاه كښې د چاودنې په سختو ټكو غندنه٬په شهادتونو د افسوس څرګندونه

اسلام آباد 06 فروری(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف اسلام آباد ترلائي سيمه كښې امام بارګاه كښې د چاودنې په سختو ټكو غندنې كولو سره په پېښه كښې په شهادتونو د غم دړد او افسوس څرګندونه كړی ده ۔د جمعې په ورځ د پي ايم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف په چاودنه كښې د شهيدو شوو كورنيو سره د يو والي او …

اسلام آباد 06 فروری(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف اسلام آباد ترلائي سيمه كښې امام بارګاه كښې د چاودنې په سختو ټكو غندنې كولو سره په پېښه كښې په شهادتونو د غم دړد او افسوس څرګندونه كړی ده ۔د جمعې په ورځ د پي ايم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف په چاودنه كښې د شهيدو شوو كورنيو سره د يو والي او غمرازۍ څرګندونې كولو سره د شهيدانو لوړو درجو او د هغوي كورنۍ لپاره د زغم دعا وكړه۔وزيراعظم محمد شهباز شريف د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره په ملاقات كښې د پېښې بشپړه پلټنو كولو سره د ذمه وارو سمدستي تعين او ژوبل شوو ته د ښه طبي آسانۍ وركولو هدايت وكړو ۔ده د روغتيا وزير ته د ژوبل شوو د علاج پخپله د څارنې كولو حكم وكړو ۔وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل د چاودنې د ذمه وارو تعين سره دې هغوي ته سخته سزا وركړی شي۔ده ووئيل په هېواد كښې به چاته د شرخوښۍ او ناامنۍ خپرولو اجازه ورنه كړې شي۔

مزید خبریں