پاکستان او ورلډ فوډ پروګرام د ماشومانو غذائیت او ښیګړې په اړه مهم پروګرامز بس د يو نظام لاندې د چلولو پرېكړه كړې ده ، سید عمران احمد شاہ

اسلام آباد۔6فروري (اے پي پي) د غربت كمولو او سماجي تحفظ وفاقي وزير سید عمران احمد شاہ وئېلي دي د پاکستان او ملګرو ملتونو ادارې ورلډ فوډ پروګرام د ماشومانو غذائیت او ښیګړې په اړه مهم پروګرامز د يو نظام لاندې د چلولو فیصله كړې ده د كومې مقصد چې غربت او د خوراک کمي غوندې مسائل په ښه ډول مخ نيوے كول دي ۔دا پرېكړه وفاقي وزیر سید عمران …

اسلام آباد۔6فروري (اے پي پي) د غربت كمولو او سماجي تحفظ وفاقي وزير سید عمران احمد شاہ وئېلي دي د پاکستان او ملګرو ملتونو ادارې ورلډ فوډ پروګرام د ماشومانو غذائیت او ښیګړې په اړه مهم پروګرامز د يو نظام لاندې د چلولو فیصله كړې ده د كومې مقصد چې غربت او د خوراک کمي غوندې مسائل په ښه ډول مخ نيوے كول دي ۔دا پرېكړه وفاقي وزیر سید عمران احمد شاہ او د خوراک نړيوال پروګرام کنټري ډائریکټر کوکو اوشي یاما ملاقات کښې وشوه ۔سید عمران احمد شاہ ووئېل د دې مشترکه نظام تر مخه به د حکومت د روزنې غذائي پروګرام د پاکستان بیت المال تر مخه چلېدونكې سکولز فار ري هیبیلیټیشن آف چائلډ لیبر (ایس آر سي ایل ) او د ویمن امپاورمنټ سینټرز (WeCs) سره تړلې شي ۔ د دې اقدام مقصد دا دے چې ماشومانو او مېرمنو ته تر لاسه كېدونكے خوراک، تعلیم او مالي و سماجي مرستې يو ځائے كولو سره په ښه ډول مستحقو ته ورسي ۔ملاقات كښې په دې خبره وشوه چې د پاکستان دا پروګرام به په نړيواله كچه ګلوبل الائنس آن هنګر اینډ پاورټي سره سم شي دغسې چې د هېواد اقدامات د ڼړيوال معیار تر مخه شي ۔دغسې سکولونو كښې ماشومانو ته خوراک وركلوو لپاره چې كوم اقدامات شوي په هغې كښې سکول میلز پروګرام شامل دے ،په هغې هم خبره وشوه ۔ دا پروګرامز د ماشومانو صحت ښه كولو او سکول كښې حاضري زياتولو لپاره مهم ګرځولے شوے ۔

مزید خبریں