د پاكستان او ازبكستان تر كال 2029 تجارتي حجم 2 اربه ډالرو ته رسولو له عزم ٬ د اعلیٰ كچې ستراتيجيكي مرستې كونسل جوړيدل په دوه اړخيزه اړيكو كښې مهم ګام دے ، د درې اړخيزه ريلوے منصوبې زر تر زره بشپړولو له افغانستان څخه د ترهګرۍ په ختمولو زور ٬ د ګډې اعلاميه

اسلام آباد۔6فروری (اے پی پی) پاكستان او ازبكستان تر كال 2029 د خپل مينځه تجارت تر 2 ارب ډالرو رسولو له د عزم پخلي كولو سره د اعلیٰ كچې ستراتيجيكي مرستې كونسل جوړيدل په دوه اړخيزه اړيكو كښې مهم ګام ګرځولے دے٬ د ازبكستان – افغانستان – پاكستان رېلوے منصوبې زر تر زره بشپړولو كښې خوښي ښكاره كولو سره په افغانستان زور راوړلے شو چې هغه په ترهګرۍ قابو موندلو …

اسلام آباد۔6فروری (اے پی پی) پاكستان او ازبكستان تر كال 2029 د خپل مينځه تجارت تر 2 ارب ډالرو رسولو له د عزم پخلي كولو سره د اعلیٰ كچې ستراتيجيكي مرستې كونسل جوړيدل په دوه اړخيزه اړيكو كښې مهم ګام ګرځولے دے٬ د ازبكستان – افغانستان – پاكستان رېلوے منصوبې زر تر زره بشپړولو كښې خوښي ښكاره كولو سره په افغانستان زور راوړلے شو چې هغه په ترهګرۍ قابو موندلو ٬ په افغانتسان كښې د ټولو ترهګر تنظيمونو ختمولو له سمدستي او كوټلي اقدامات وكړي۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر لخوا د ازبكستان صدر د پاكستان دورې په اړه د جاري كړې اعلاميې له مخې د ازبكستان صدر شوکت مرزائیوف د وزیراعظم شهباز شریف په بلنه په 5 او 6 فرورۍ د پاكتسان پاکستان سركاري دوره وكړه۔ د دورې په مهال د وزیراعظم شهباز شریف او صدر شوکت مرزائیوف ترمينځه د دوه اړخيزه اړيكو په ټولو اړخونو تفصيلي خبرې وشوې۔ دواړو د يو بل د خپلواكۍ ٬ آزادۍ او سيمه ايزې سلامتيا مرستې كولو سره همكارۍ ته په همه جهت توګه د ودې وركولو عزم تكرار كړو۔ دوئي په بېلو څانګو كښې د همكارۍ په صورتحال او د سباؤن امكانات سره سره د شريكې خوښی په سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دواړو لارښودو له 34 كلونو څخه په راروانه مضبوطه همكارۍ د اطمينان څرګندونې سره ووئېل د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې په ژوره ملګرتيا او كلتوري او روحاني خپلولو اډانه دي۔ دوئي دوه اړخيزه اړيكو ته د لا ودې وركولو او د همكارۍ لا پراخه كولو عزم تكرار كړو۔ دوئي د وزیراعظم شهباز شریف د تېر كال فرورۍ مياشت كښې د ازبكستان او په جولائی مياشت كښې د آذربائیجان په خان کندی ښار كښې د اي سي او سرمشريزې غونډې په مهال د ملاقات ذكر كولو سره په هره كچې سياسي مكالمې ته د ودې وركولو عزم ښكاره كړو۔ دواړو اړخونو په 26 فرورۍ 2025 لاس ليك كړې د وزيراعظم د ازبكستان دورې نتيجو په اعلاميې سره د خپل پېوستون پخلي كولو سره ووئيل په پرېكړو عملدرآمد لپاره جوړ كړے روډ مېپ دوه اړخيزه مرستې ته لا پراختيا وركولو له بشپړه تګلاره وړاندې كوي۔ دواړو لارښودو په فروری 2025 كښې د اعلیٰ كچې سټرېټجک تعاون کونسل (اېچ اېل اېس سی سی) جوړېدو پرېكړه مهم سنګ ميل وګرځوله۔ په دې موقع د ازبكستان صدر شوكت مرزائيوف د پاكستان دورې په مهال د اېچ اېل اېس سي سي اولنۍ غونډه خوشبينه وګرځولې شوه په كومه كښې چې د اړيكو د ټولو اړخونو جاج اغستو سره مهمې پرېكړې وكړې شوې۔ دواړو لارښودو د پارليمانونو د كردار ستائنې سره بېن الپارليماني همكارۍ ته د لا ودې وركولو په اهميت زور راوړو او په اپرېل 2025 كښې يۍ د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د تاشقند او په ستمبر 2025 كښی د ازبك پارليماني سپيكر د اسلام آباد دورې د مثبتو نتيجو ذكر وكړو۔ دواړو لارښودو د مشترکه بېن الحکومتی کمېشن كردار وستائېلو او په 2 فروري 2026 يۍ اسلام آباد كښې په شوې لسمه غونډه د اطمينان څرګندونه وكړه۔ دوئي د ازبکستان۔ افغانستان۔ پاکستان رېلوے منصوبې فرېم ورك خوشبينه ګرځولو سره د دې د زر تر زره ترسره كولو د عزم پخلے وكړو۔ دواړو د ترمذ۔ خرلاچی روټ متفقه منظوري او د فزېبلټی سټډي په ګډه مالي مرسته د اتفاق ستائنه وكړه۔ په دې مهال د دې عزم هم پخلے وكړے شو چې ازبك سامان ته به پاکستاني بندرځايونو ته د سامان رارسولو آساني وركولې شي۔ دوئي د خپل مينځه تجارتي حجم تر 2029 دوه ارب ډالرو ته د رسولو هدف سر كولو د عزم پخلے هم وكړو۔ دواړو هېوادونو د سترې شاهره رېشم ورثې په بنياد د مينځنۍ او سوئيلي آسيا ترمينځه د كلتوري همكارۍ او د اردو او ازبک ژبو ترمينځه د تعلق د احيا او د شريكې كلتوري ورثې د لارې د همكارۍ زياتولو او د ګډې سوكالۍ مخ په وړاندې بوتللو عزم پخلے وكړو۔ دواړو لارښودو د لوړو زده كړو او د تحقيق په مېدان كښې د همكارۍ په زياتولو اتفاق وكړو۔ دواړو لارښودو د قومي ميډيا ادارو ترمينځه په تلپاتې همكارۍ د اطمينان څرګندونې كولو سره د كال 2022 براډکاسټنګ اېګریمنټ، د کانټېنټ تبادلې او د ”مشترک دیلار” په سرخط د دستاوېزي فلم كوم چې د موجوده دوه اړخيزه اړيكو عكاسي كوي ٬ په مشتركه جوړولو د عملدرآمد پشمول د مهمو هدفونو سر كولو ستائنه وكړه۔ دواړو لارښودو په شاهراه رېشم نړيوال فلم فيسټيول كښې ګډون لپاره د همكارۍ په زياتولو او د ميډيا د لارې د دوه اړخيزه مرستې په زياتولو چې په كښې د اېسوسی اېټډ پرېس آف پاکستان (اے پی پی) او ازبکستان ټی وی ترمينځه د لاس ليك شوے اېم او يو لاندې ګډ نيوز بلېټن ٬ د خبريالانو تبادلې ، د مربوط موادو تياري شامله ده ته اتفاق وكړو۔ دواړو لارښودو د سېلګرۍ څانګه كښې دوه اړخيزه مرستې مضبوطولو له په پورته كړو ګامونو د اطمينان څرګندونه وكړه په كومو كښې چې د اعلی كچې سياسي رابطو ته وده وركول او تاشقند۔ اسلام آباد، تاشقند۔ لاهور لپاره نېغ په نېغه پروازونه شامل دي۔ دواړو لارښودو په دې اتفاق وكړو چې د سېلګرۍ او كلتور په څانګو كښې د همكارۍ موقعې زياتېدې شي۔ دواړو اړخونو د سلامتيا او دفاع په څانګه كښې خبرو اترو ته ودې وركولو كښې خوښي ښكاره كولو سره د دفاعي مرستې په موجوده كچه د اطمينان څرګندونه وكړه۔ دواړو لارښودو په شريكو پوځي مشقونو او تربيتي فعاليتونو كښې د همكارۍ په روانه ساتلو ٬ په پېشه ور پرمختګ ٬ د غوره تګلارې په بدلولو او د دواړو هېوادونو د پوځي اداري ترمينځه د مرستې په مېدان كښې په همكارۍ اتفاق وكړو۔ دواړو لارښودو د قانون نافذ كوونكو ادارو ترمينځه همكارۍ ته پراختيا وركولو په خاص توګه د ترهګرۍ ٬ بېلتون خوښۍ او انتها خوښۍ په څير د درېو لويو مسئلو او دې سره سره د قاچاق په ضد ستړو كښې د دوه اړخيزه مرستې زياتولو خوښي ښكاره كړه۔ دواړو لارښودو د نړيوال قانون او لوظنامو د هغه اصولو د احترام او خيال ساتلو په حاجت زور راوړو د كومو د لارې چې د پولې پورې غاړه آبي وسائل په معقول او تلپاتي ډول كارولې شي۔ جمهوریه ازبکستان كال 2025ـ2026 لپاره د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د غېر مستقل غړي په حېث امن او سلامتيا ته ودې كښې د اسلامي جمهوريه پاكستان د ګټورو خذمات ستائنه وكړه او په جون 2025 كښې د ملګرو ملتونو د سلامتيا كونسل په كامياب صدارت يۍ پاكستان له مباركي وركړه۔ دواړو لارښودو په خپلو خپلو سيمه ايزو حالاتو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ په افغانستان كښې امن او استحكام منطقه كښې تلپاتي امن ٬ استحكام او سوكالۍ او په خاص توګه د یو اے پی رېلوے منصوبې عملي كول ضروري ګرځولو سره دواړو لارښودو په افغانستان زور راوړو چې هغه دې ترهګرۍ په خطرو قابو موندلو او افغانستان كښې ټول ترهګر تنظيمونه ختمولو له فوري او كوټلي ګامونه پورته كړي۔ دې سره سره دې افغانستان د خپلې خاورې د كوم هم هېواد په ضد ترهګرۍ له د كارېدو مخه اونيسي۔ ازبکستان او پاکستان په ګرده نړۍ كښې امن ٬ استحكام او د شخړو عادلانه حل ته ودې وركولو كښې د خپل تعميري كردار توثيق وكړو۔ دواړو د فلسطيني اولس د خپلواكۍ حق عادلانه ستړو او د كال 1967 څخه وړاندې پولو سره د يو آزاد ٬ خپلواكه او متصل فلسطيني رياست جوړېدو له د خپلې مرستې څرګندونه وكړه۔ د ازبکستان صدر شوکت مرزائیوف د اسلام آباد دورې په مهال په زړه پورې مېلمستيا كولو د وزيراعظم او پاكستاني اولس مننه وكړه۔ صدر شوکت مرزائیوف بشپړې همكارۍ ته ودې وركولو له وزيراعظم ته په مناسب وخت د ازبكستان دورې بلنه وركړه كومه چې هغه قبوله كړه۔

مزید خبریں