پیرس ، د پاکستان په سفارتخانه كښې كشميري اولس سره د يووالي دستوره ٬ د فرانسيسي چارواكو ٬ ګڼ شمير پاكستانو وګړو ګډون

پېرس۔6فروری (اے پی پی) د فرانس په پلازمينه پېرس كښې د پاكستان سفارتخانې تر اهتمام لاندې كشميريانو سره د يووالي څرګندونې دستوره وشوه۔ په دستوره كښې فرانس كښې د پاكستان سفيرې ممتاز زهره بلوچ ٬ فرانسوي چارواكو او په فرانس كښې مېشته پاكستانو وګړو ګډون وكړو۔ په دې موقعه كشميري اولس سره د يووالي څرګندونه وشوه۔ په دستوره كښې د صدر مملكت آصف علي زرداري ٬ وزيراعظم شهباز شريف او …

پېرس۔6فروری (اے پی پی) د فرانس په پلازمينه پېرس كښې د پاكستان سفارتخانې تر اهتمام لاندې كشميريانو سره د يووالي څرګندونې دستوره وشوه۔ په دستوره كښې فرانس كښې د پاكستان سفيرې ممتاز زهره بلوچ ٬ فرانسوي چارواكو او په فرانس كښې مېشته پاكستانو وګړو ګډون وكړو۔ په دې موقعه كشميري اولس سره د يووالي څرګندونه وشوه۔ په دستوره كښې د صدر مملكت آصف علي زرداري ٬ وزيراعظم شهباز شريف او د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار پېغامونه واورولې شول۔ په دې موقع يو دستاوېزي فلم هم وښودلے شو په كوم كښې چې په كشميري وګړو د هند قابض ځواكونو لخوا په روان ظلم او زياتي رڼا واچولې شوه۔ دستورې ته خطاب كوؤنكو د هند قبضې څخه آزادي ترلاسه كولو له د كشميري اولس مثالي مړانې او قربانيو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې۔ دوئي په 5 اګست 2019 د هند يو اړخيزه او غېر قانوني اقدامات د كشمير وګړو د خپلواكۍ په نه منسوخ كېدونكي حق يو لويې بريد وګرځولو۔ دوئي په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې هغوي په كشميري اولس د روانو ظلمونو نوټس واخلي او په دې بايد د هند محاسبه وكړي۔ دوئي ووئيل د كشمير مقدمه په مضبوطو سياسي ٬ قانوني او اخلاقي بنيادونو ولاړه ده او پاكستان به عادلانه مقصد ترلاسه كولو له د كشميريانو ورونړو خوېندو سياسي او سفارتي مرسته روانه ساتي۔

مزید خبریں