اسلام آباد۔6 فروری(اے پی پی) د روغتيا وزير مملكت ډاكټر مختار احمد برتھ وئيلي دي چې پاکستان میډیکل اېنډ ډېنټل کونسل د خپل عبوری نوټس مورخه 8 جنوری 2025 د لارې ټولو سركاري او نجي مېډيكل او ډېنټل ادارو ته هدايت كړې دې چې هغه تعليمي سېشن 2024-25 لپاره تر هغه وخت كوم قسم ټيوشن فيس وصول نه كړي تر كومې چې د نائب وزیر اعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق …
د نائب وزيراعظم اسحاق ډار په مشرۍ كښې د كميټۍ تر پريكړې پي ايم ډي سي ميډيكل او ډينټل ادارې د تعليمي سيشن 2024-25 ټیوشن فیس وصولولو څخه منع كړې: د روغتيا وزير مملكت ډاكټر مختار احمد برتھ

مزید خبریں
اسلام آباد۔6 فروری(اے پی پی) د روغتيا وزير مملكت ډاكټر مختار احمد برتھ وئيلي دي چې پاکستان میډیکل اېنډ ډېنټل کونسل د خپل عبوری نوټس مورخه 8 جنوری 2025 د لارې ټولو سركاري او نجي مېډيكل او ډېنټل ادارو ته هدايت كړې دې چې هغه تعليمي سېشن 2024-25 لپاره تر هغه وخت كوم قسم ټيوشن فيس وصول نه كړي تر كومې چې د نائب وزیر اعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې مېډیکل اېجوکېشن ریفارمز لپاره د جوړې كړې شوې كمېټۍ سفارشاتو حتمي نتيجه رامخې ته شوې نه وي۔ د سېنېټ په غونډه كښې د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزير مملكت ووئيل حکومت د طبي زده كړو په څانګه كښې شفافیت، یکسانیت له او زده كوونكو او د هغوي مور پلار ته ريليف وركولو له جدي ګامونه پورته كوي۔ په دې لړ كښې د نائب وزيراعظم اسحاق ډار په مشرۍ كښې د جوړې كړې شوې كمېټۍ سفارشاتو په رڼا كښې پاکستان مېډیکل اېنډ ډېنټل کونسل ادارو سره څو څو وارې مراسلت وكړو چې د كال يو اعشاریه آټھ (1.8) ملین روپو په ټاكلي ټيوشن فيس دې سختۍ سره عملدرآمد باوري كړے شي۔ ده ووئيل دې لپاره پی اېم ډی سی نوټیفکېشن مورخه 6 اکتوبر 2025 دلارې ټولو اړوندو ادارو ته آخري موقع وركړې شوه او هغوي ته هدايت وكړے شو ډې چې هغوي دې تر 13 اکتوبر 2025 خپل تفصيلي رپورټ جمع كړي۔ ده ووئيل په ګرد هېواد كښې د میډیکل او ډینټل تعلیم مصاريف منظم كول اود غېر ضروري فيسونو بوج كمول دي۔ ډاكټر مختار احمد برتھ په ډاګه كړه چې په دې لړ كښې به كومه غلطه بياني غېر قانوني ګرځولې شي۔ په داسې صورت كښې تاديبي كارروائي به عملي كولې شي ده ووئيل د حكومت مقصد د میډیکل تعلیم معيار ښه كول او د زده كوؤنكو د ګټو تحفظ باوري كول دي۔










