د پاكستان او ازبكستان دوه اړخيزه تجارتي حجم 5 كلونو كښې دوه اربه ډالر ته رسولو ته اتفاق٬ د سيمه ايزو رابطو ودې په اړه مرستې له لوظي يو۔ شهباز شريف

اسلام آباد 05 فروري۔ (اے پي پي) د پاكستان او ازبكستان دوه اړخيزه تجارتي حجم 5 كلونو كښې دوه اربه ډالر ته رسولو ته اتفاق كولو سره په بيلو څانګو كښې مرستې ته ودې وركولو لپاره د ايكشن پلان مرتب كولو پريكړه كړې ده ۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل دوه اړخيزه تجارت كښې اضافي پروټوكول د معاشي مرستې لپاره مهمه كاميابي ده٬پنځه كلنه پلان ترمخه د مرستې نوې لارې …

اسلام آباد 05 فروري۔ (اے پي پي) د پاكستان او ازبكستان دوه اړخيزه تجارتي حجم 5 كلونو كښې دوه اربه ډالر ته رسولو ته اتفاق كولو سره په بيلو څانګو كښې مرستې ته ودې وركولو لپاره د ايكشن پلان مرتب كولو پريكړه كړې ده ۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل دوه اړخيزه تجارت كښې اضافي پروټوكول د معاشي مرستې لپاره مهمه كاميابي ده٬پنځه كلنه پلان ترمخه د مرستې نوې لارې به لټولې شي ٬ د سيمه ايزو رابطو ودې په اړه بشپړه مرستې له لوظي يو۔د آئي ټي٬زراعت او ټيكسټائل پشمول په بيلو څانګو كښې د مرستې موقعو څخه به استفاده كولې شي۔نزدې رابطو د لارې مرستې له عملي شكل وركولو سره به مخ په وړاندې تلل وي٬غزه امن بورډ په غزه كښې د امن بحالۍ او بيا رغونې لپاره مهم فورم دے٬هيله لرو په غزه كښې به امن راشي او دغه مسئله به حل شي٬د كشمير او فلسطين مسئلې حل كول د تل پاتي امن لپاره ضرورې دي دغسې د ازبكستان صدر شوكت مرزائيوف ووئيل پاكستان ازبكستان خپل نزدې ملګرے او د باور وړ شراكتدار ګڼي۔تجارت٬معيشت او د سرمايه كارۍ پشمول په بيلو څانګو كښې اړيكو ته په وده وركولو خبرې اترې وشوې ۔په نړيوالو او سيمه ايزو چارو په ګډه مخ په وړاندې تللو له لوظي يو٬ سباؤن كښې هم به نزدې رابطې باوري كولې شي۔د زيارت په ورځ د پاكستان او ازبكستان ترمينځه بيلو څانګو كښې مرستې ته ودې وركولو لپاره د مفاهمت په يادښتونو او لوظ نامو د لاس ليك دستورې په موقع وزيراعظم شهباز شريف ووئيل د ازبكستان صدر او د هغه د پلاوي هركلے كوم۔د هغوي په راتګ خوشحاله شوي يو٬نه يوازې د ازبكستان وګړو بلكې ګاونډي هېوادونو سره امن پرمختګ او څوكالۍ لپاره په هڅو د نسټ اسلام آباد د اړخه د ازبكستان صدر له د پي ايچ ډي ډګري او د پروفيسر شپ خطاب وركړے شو ۔د پاكستان او ازبكستان اړيكو ته په وده وركولو او تجارتي او اقتصادي رابطو له د هغه د خذمات په اعتراف كښې د پاكستان تر ټولو اعلٰی سول ايوارډ نشان پاكستان په ترلاسه كېدو هم مباركي وركوم۔نشان پاكستان اعزاز د دواړو هېوادونو د نزدې ورورولۍ اړيكو عكاسي كوي٬ده ووئيل تېر كال فروري كښې د ازبكستان دورې په مهال مېلمستيا او هركلے نن هم زما په ذهن كښې تازه دے٬ ده ووئېل پاكستان او ازبكستان د ورورولۍ اړيكې لري٬دا تاريخي حقائق زمونږ د نزدې اړيكو او د ښه سباؤن عكاسي كوي۔ وزيراعظم ووئېل دوه اړخيزه اړيكو قوي كولو لپاره د ازبكستان صدر كردار ته د قدر په سترګه ګورو۔ده ووئيل د پاكستان او ازبكستان اړيكې وخت سره سره قوي شوې٬مونږ د اعلٰی پاې تذويراتي مرستې كونسل د پرانستې غونډې صدارت كړے۔ د سيمه ايزو رابطو ودې په اړه بشپړه مرستې له لوظي يو٬ وزيراعظم ووئېل مونږ به په بيلو څانګو كښې مرستې ته ودې وركولو له په ګډه كار كوو٬مونږ د دواړو هېوادونو ترمينځه په بيلو څانګو كښې مرستې زياتولو له وركنګ ګروپ جوړولو ته اتفاق كړے۔دا په يقيني توګه به يو ګيم چينجر وي٬په ايكشن پلان عملدرآمد لپاره به په درې مياشتنيز بنياد غونډه كېږي۔ده ووئيل ازبكستان هم د پاكستان سره د غزه امن بورډ غړې دے۔غزه كښې امن او بحالۍ او تعميرنو لپاره دا يو مهم فورم دے۔هيله لرو د صدر ټرمپ په مشرۍ كښې په غزه كښې امن او تعميرنو لپاره به كامياب شو او دوه رياستي حل ته به ورسو۔ وزيراعظم ووئېل د كشمير او فلسطين مسئلو حل د امن لپاره ضرورې دے٬د ازبكستان صدر د هركلي په كلمات په اودرېدو د وزيراعظم شهباز شريف مننه وكړه۔ د ازبكستان صدر شوكت مرزائيوف ووئيل په تود هركلي او مېلمستيا كولو د وزيراعظم شهباز شريف مننه كوم۔د انسان په ژوند كښې ځينې ورځې زياتې تاريخي وي٬نن ورځ زما لپاره يوه يادګاري هغه ووئېل د ډاكټرېټ ډګري او پروفيسر شپ زما لپاره اعزاز دے۔څه ډول چې زما او زما د پلاوي كوربتوب وشو په ټكو بيانيدے نه شي٬ما سپارښتنه كړې چې د ازبكستان مائننګ پوهنتون كښې د نسټ چيئر جوړ كړئ٬اعزاز ډګري زما لپاره يوه ذمه واري هم ده۔ هغه ووئېل د دواړو هېوادونو ترمينځه مرستې ته به وده وركولې شي۔د تعليم په څانګه كښې د استاذانو او زده كوونكو تبادله به كولې شي۔د پاكستان تر ټولو اعلٰی اعزاز نشان پاكستان په راكولو مننه كوم٬دا د دواړو هېوادونو ترمينځه د نزدې اړيكو عكاسي ده٬ ازبك صدر ووئېل نشان امتياز اعزاز زما لپاره د ويړ خبره ده٬په بيلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ پشمول رابطو ته ودې وركولو له تفصيلي خبرې وشوې۔هغه ووئيل پاكستان په تندۍ سره پرمختګ كوي٬د تعميري خبرو اترو په نتيجه كښې مونږ د تجارت حجم زياتولو پروټوكول لاس ليك كړو ۔د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې معاشي استحكام او پرمختګ لپاره هڅې د ستائنې وړ دي۔هغه ووئيل په نړيوالو او سيمه ايزو چارو په ګډه مخ په وړاندې تللو له لوظي يو۔د پاكستان اولس له د روژې مباركې د وړاندې څخه مباركي وركوم۔وزيراعظم شهباز شريف او د ازبكستان صدر شوكت مرزائيوف دوه اړخيزه تجارتي حجم راروانو پنځو كلونو كښې دوه اربه ډالر ته د رسولو پروټوكول او بيلو څانګو كښې مرستې ته ودې وركولو لپاره ايكشن پلان مرتب كولو لپاره د وركنګ ګروپ جوړولو دستاويز هم لاس ليك كړو۔د نسټ ريكټر د ازبكستان صدر له د پي ايچ ډي اعزازي ډګري او د پروفيسر شپ خطاب وركولو اعلان وكړو۔دغسې وزيراعظم صدر شوكت مرزائيوف له اعزازي ډګړي او د پروفيسر شپ سند وركړو۔

مزید خبریں