د وفاقي وزير سيد عمران احمد شاه د كشمير يوالي ورځ په موقع د كشميريانو لپاره د پاكستان د غېر متزلزل عزم پخلے

اسلام آباد۔ 5 فروري (اے پي پي) د غريبۍ كمولو او سماجي تحفظ وفاقي وزير سيد عمران احمد شاه وئېلي دي د كشميري اولس وقار لرونكې هلې ځلې د انصاف او په نړيواله كچه تسليم شوي خود اراديت حق لپاره منصفانه هلې ځلې دي۔ د زيارت په ورځ په 5 فروري د كشمير يو والي ورځ په مهال د وزارت نه جاري پېغام كښې وفاقي وزير په دې خبره زور …

اسلام آباد۔ 5 فروري (اے پي پي) د غريبۍ كمولو او سماجي تحفظ وفاقي وزير سيد عمران احمد شاه وئېلي دي د كشميري اولس وقار لرونكې هلې ځلې د انصاف او په نړيواله كچه تسليم شوي خود اراديت حق لپاره منصفانه هلې ځلې دي۔ د زيارت په ورځ په 5 فروري د كشمير يو والي ورځ په مهال د وزارت نه جاري پېغام كښې وفاقي وزير په دې خبره زور راوړو چې د كشمير شخړه يوازې يوه سيمه ايزه شخړه نه ده بلكې دا يو سنګين بشري بحران دے كوم چې د ڼړيوالې پام لرنې متقاضي دے۔ ده ووئېل د هند په غېر قانوني تسلط لاندې جمو و كشمير كښې روان ظلمونه د نړيوال ضمير يو سنګين امتحان دے٬ ځكه چې بې ګناه وګري په منظم ډول د بنيادي بشري حقونو نه محرومه كړے كېږي ۔ سيد عمران احمد شاه په كشميري اولس مسلط جبر د نه قبلولو سره په نړيواله ورورولۍ او په خاص توګه د بشري حقونو تنظيمونو باندې زور راوړو چې هغوي شخړيزه سيمه كښې د روانو خلاف ورزيو خاتمې لپاره څپل موثر كردار ادا كړي۔

مزید خبریں