د فیلډ مارشل سید عاصم منیر د مظفرآباد دورہ، د کشمیر شهيدانو ته د عقیدت پيرزوئنې، د آزادۍ هلو ځلو لپاره د مكمل مرستې پخلے

پينډۍ 05 فروري (اے پي پي) چیف آف ډیفنس فورسز او سرلښكر فیلډ مارشل سید عاصم منیر د مظفرآباد دورہ وكړه۔په دې موقع ده د كشمير د آزادۍ تحريك شهيدانو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره د جموں او کشمیر شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر وغوړولو او د شهيدانو عظیمې قربانۍ ئې وستائېلي۔ د دورې په مهال معززینو او پخوانو عسكرو سره خبرو كښې فیلډ مارشل سید عاصم منیر د …

پينډۍ 05 فروري (اے پي پي) چیف آف ډیفنس فورسز او سرلښكر فیلډ مارشل سید عاصم منیر د مظفرآباد دورہ وكړه۔په دې موقع ده د كشمير د آزادۍ تحريك شهيدانو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره د جموں او کشمیر شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر وغوړولو او د شهيدانو عظیمې قربانۍ ئې وستائېلي۔ د دورې په مهال معززینو او پخوانو عسكرو سره خبرو كښې فیلډ مارشل سید عاصم منیر د مقبوضه جموں و کشمیر اولس لپاره د پاکستان د غیر متزلزل سیاسی، اخلاقي او سفارتي مرستې پخلے وكړو۔ده ووئيل هند د ظلمونو ، بشري حقونو د خلاف ورزو او د هندوتوا نظریے ترمخه زور زیاتي سره د کشمیریانو جائز هلي ځلي او د هغوي عزم کمزوري كولو كښې ناکامه راغلے۔ده د دې عزم څرګندونه وكړه چې کشمیر به ډير زر د آزادۍ سهار اويني۔ده ووئيل پاکستان به د ملګرو ملتونو سلامتی کونسل قراردادونو له مخې د كشمير مسئلي تر منصفانه حل په هر نړيوال فورمز د کشمیریانو د خپلواكۍ حق لپاره غږ پورته كوي او خپلو کشمیریانو وروڼو خوياندو سره به د يووالي څرګندونه كوي۔چیف آف ډیفنس فورسز کشمیر كښې د افسرانو او ځوانانو لوړې حوصلي ، پیشه وره پوهه، غیر متزلزل عزم او مشکل حالات كښې د اعلیٰ پائې جنګی چمتوالے وستائېلو ۔ده د هر ډول ممکنه جارحیت مؤثره مخنيوي لپاره د چمتو ، اعلیٰ آپریشنل تیاری او ټولو څانګو كښې د كوټلي همغږۍ برقرار ساتلو په حاجت زور راوړو۔په دې موقع ده د يوې وړاندې مورچې دوره وكړه چرته چې هغه په اول ډګر ولاړو ځوانانو سره ملاقات وكړو۔ده واضحه كړه چې د كوم هم جارحیت سمدستي ، ېشپړ او مؤثره ځواب به وركولې شي او وسله وال ځواكونه دې په بدل شوي سیکورټی ماحول كښې روایتی او هاائبرډ خطرو مخنيوي لپاره په بشپړه ډول چمتو اوسي۔دې څخه وړاندې مظفرآباد ته په رسيدو د چیف آف ډیفنس فورسز او سرلښكر فیلډ مارشل سید عاصم منیر د پيندۍ كور کمانډر هركلے وكړو۔

مزید خبریں