اسلام آباد 05 فروري (اے پي پي) د بورډ آف انويسټمنټ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ سره د قازقستان د ايلامن ګروپ پلاوي ليدلي دي او ګلګت بلتستان كښې پليسر ګولډ مائننګ كښې په سمدستي توګه د 20 مليونه ډالره سرمايه کارۍ كښې ئې خوښي څرګنده كړي۔د سرمايه کاري بورډ له مخې وفاقي وزير قيصر احمد شيخ د ملاقات په مهال په خبرو اترو كښې ابتدائي سرمايه کارۍ نه پس …
د بورډ آف انويسټمنټ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ سره د قازقستان ايلامن ګروپ پلاوي وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 05 فروري (اے پي پي) د بورډ آف انويسټمنټ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ سره د قازقستان د ايلامن ګروپ پلاوي ليدلي دي او ګلګت بلتستان كښې پليسر ګولډ مائننګ كښې په سمدستي توګه د 20 مليونه ډالره سرمايه کارۍ كښې ئې خوښي څرګنده كړي۔د سرمايه کاري بورډ له مخې وفاقي وزير قيصر احمد شيخ د ملاقات په مهال په خبرو اترو كښې ابتدائي سرمايه کارۍ نه پس معدني څانګه كشې د نوري سرمايه کارۍ په منصوبو د خوشحالۍ څرګندونه وكړه۔ده ووئيل ايلامن ګروپ د جديد او نړيوال معيار مائننګ ټيکنالوجي معارفي كولو خوښي لري۔ده ووئيل جديد مائننګ ټيکنالوجي ودې لپاره ايلامن ګروپ او چين شراکت دارو سره مرسته كوو۔ وفاقي وزير او بورډ آف انويسټمنټ ايډيشنل سيکرټري ذوالفقار علي سرمايه کارو له د بشپړه سهولت کارۍ باور وركړو۔دا خبره دې ياده وي چې ايلامن ګروپ د اړخه ګلګت بلتستان كښې د سرو زرو په پانګو تفصيلي ابتدائي مطالعه بشپړ كړې شوي۔ وفاقي وزير ووئيل ايلامن ګروپ د مائننګ منصوبو سره ځائې کميونټي ډيولپمنټ او CSR اقدامات اعلان خوشبينه دے۔ده ووئيل ايلامن ګروپ د ځائې شراکت دارو سره جوائنټ وينچر ته اتفاق کړې دے۔ قيصر اھمد شيخ ووئيل د سرمايه کارۍ ودي لپاره بورډ آف انويسټمنټ لوظي دے










