د ازبکستان صدر شوکت مرزائيوف وزيراعظم هاؤس ته په راتګ تود هركلے، وزيراعظم محمد شهباز شريف د هغه هركلے وكړو،د استقباليې باضابطه دستوره،د وسله والو ځواكونو چټك ډلې هغه ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو

اسلام آباد 05 فروري (اے پي پي)د ازبکستان صدر شوکت مرزائيوف وزيراعظم هاؤس ته په راتګ د هغه تود هركلے وشو، وزيراعظم محمد شهباز شريف د معزز ميلمه تود هركلے وكړو، دواړو لارښودو يو بل سره ستړي مشي كولو سره د ښو جملو تبادله وكړه۔د زيارت په ورځ وزيراعظم هاؤس ته په راتګ د ازبکستان صدر په اعزاز كښې د استقباليې باضابطه دستوره وشوه،د دستوري په پېل د دواړو هېوادونو …

اسلام آباد 05 فروري (اے پي پي)د ازبکستان صدر شوکت مرزائيوف وزيراعظم هاؤس ته په راتګ د هغه تود هركلے وشو، وزيراعظم محمد شهباز شريف د معزز ميلمه تود هركلے وكړو، دواړو لارښودو يو بل سره ستړي مشي كولو سره د ښو جملو تبادله وكړه۔د زيارت په ورځ وزيراعظم هاؤس ته په راتګ د ازبکستان صدر په اعزاز كښې د استقباليې باضابطه دستوره وشوه،د دستوري په پېل د دواړو هېوادونو قامي سرودونه وغږولې شول،د وسله والو ځواكونو چټك ډلې د ازبکستان صدر ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو،شوکت مرزائيوف د ګارډ آف آنر معائنه وكړه۔وزيراعظم شهباز شريف د کابينې غړي د ازبکستان صدر سره معارفي كړل دغسې شوکت مرزائيوف د خپل پلاوي غړي د وزيراعظم محمد شهباز شريف سره معارفي كړل۔شوکت مرزائيوف سره د اعليٰ پائې پلاوې هم د پاکستان په دوره دے چې پكښې کابينه سينئر وزيران او کاروباري شخصيات شامل دي۔د ازبکستان صدر به وزيراعظم سره د پلاوي په كچه خبرو اترو كښې ګډون پشمول صدر مملکت سره ملاقات كوي او پاك۔ازبکستان بزنس فورم ته به وينا هم كوي۔په دې موقع د دوه اړخيزه اړيكو جاج واخستلے شو او د تجارت، توان ، دفاع، تعليم،اولسي رابطو او سيمه ايزو رابطو پشمول بېلو څانګو كښې مرستي لا زياتولو لپاره به نوي لاري لټولې شي۔ د ازبکستان صدر شوکت مرزائيوف د پاکستان په دويم ځل دوره كوي كوم چې د پاکستان او ازبکستان دوه اړڅيزه اړيكو كښې مثبت پيش رفت او د دواړو هېوادونو ترمينځه د ورورولۍ اړيكو عکاسي کوي۔ دا اړيكي په شريك تاريخ، شريكه عقيده او مينځني او سوئيلي اسياﺀ كښې د امن او سوكالۍ په شريكو هيلو اډانه دي۔

مزید خبریں