اسلام آباد 05 فروری (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق بلوچستان كښې د ترهه ګرو په ضد په كامياب آپرېشن ردالفتنه امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې او د عملياتو په مهال شهيد شويو امنيتي ځواكونو ته ئې د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړې۔قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې سردار اياز صادق ووئيل شهيد شوي ځواكونه زمونږ فخر دې٬د شهيدانو قربانۍ به عمر له …
د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق بلوچستان كښې د ترهه ګرو په ضد په كامياب آپرېشن ردالفتنه امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې

مزید خبریں
اسلام آباد 05 فروری (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق بلوچستان كښې د ترهه ګرو په ضد په كامياب آپرېشن ردالفتنه امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې او د عملياتو په مهال شهيد شويو امنيتي ځواكونو ته ئې د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړې۔قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې سردار اياز صادق ووئيل شهيد شوي ځواكونه زمونږ فخر دې٬د شهيدانو قربانۍ به عمر له ياد ساتلے شي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر د امنيتي ځواكونو پيشه وره پوهه ستائېلې او د شهيدانو كورنيو سره يې د يو والي څرګندونه وكړه۔ده د ترهه ګرو په بريدونو كښې د بے ګناه وګړو په شهادت د غم دړد او افسوس څرګندونه كړی۔سردار اياز صادق په حق رسېدلې كسانو كورنيو سره د يو والي او غمرازۍ څرګندونه كولو سره وئېلي دي چې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د امنيتي ځواكونو قربانۍ د نه هېرولو دي٬ټول قوم ترهه ګرۍ په ضد خپل بهادرو ځواكونو سره اوږه په اوږه ولاړ دې۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئېلي دي چې د ترهه ګرۍ تر بشپړه خاتمے به ترهه ګرو عناصرو په ضد امنيتي ځواكونو كاروائۍ روانې وي٬د پاكستان دښمن ناپاك عزائم به په هر محاذ ناكامه كولې شي۔سردار اياز صادق د شهيدانو لوړو درجو او غمجنو كورنيو د زغم لپاره دعا وكړه۔










