اسلام آباد 05 فروری (اے پی پی)د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئېلي دي د هندي ظلمونو باوجود كشميريان د پاكستان او اسلام سره د مينې په رشته قائم دي۔يوه ورځ به د كشميريانو هلې ځلې رنګ راوړي۔د كشمير يو والي ورځ مركزي دستورې ته وينا كښې وفاقي وزير د ټولو مېلمنو او ګډون كوونكو مننې كولو سره ووئيل تر يو كلوميټر ګڼ شمېر اولس …
د هندي ظلمونو باوجود كشميريان د پاكستان او اسلام سره د مينې په رشته قائم دي۔يوه ورځ به د كشميريانو هلې ځلې رنګ راوړي۔د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام د كشمير يو والي ورځ دستورې ته وينا

مزید خبریں
اسلام آباد 05 فروری (اے پی پی)د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئېلي دي د هندي ظلمونو باوجود كشميريان د پاكستان او اسلام سره د مينې په رشته قائم دي۔يوه ورځ به د كشميريانو هلې ځلې رنګ راوړي۔د كشمير يو والي ورځ مركزي دستورې ته وينا كښې وفاقي وزير د ټولو مېلمنو او ګډون كوونكو مننې كولو سره ووئيل تر يو كلوميټر ګڼ شمېر اولس موجود دے٬داسې دستورې ما د نن څخه وړاندې نه وې ليدلې٬ د نن ورځ په مناسبت سره د وګړو جوش او جذبه په ليدلو خوشحاله شوم۔د زيارت په ورځ ډي چوك كښې د كشمير يو والي ورځ مركزي دستورې ته وينا كښې انجينئر امير مقام ووئيل نن ګڼ شمېر وګړي جوش او د جذبې سره راغلې دې جذبې په كتلو سره معلومه شوه چې دا ټوله د 10 مئي جذبه ده كومه چې په 10 مئي فيلډ مارشل سيد عاصم منير ٬ وزيراعظم شهباز شريف او قامي قيادت لرله ۔ده ووئيل په 10 مئي مونږ د خپل ځان څخه لس چنده لويې دښمن له ماتې وركړه ٬د دې جذبې په وړاندې مودي اودرېدې نه شي۔ده ووئيل دا اولس د كشميريانو سره د يو والي څرګندونې لپاره راغلے٬مظلومه كشميريانو له نن پېغام وركوم چې هغوي يوازې نه دي٬وفاقي وزير ووئيل د جمو او كشمير وګړو لويې ظلم برداشت كړے٬زمونږ وروڼه شهيدان شوي٬ګڼ شمېر خوئندې كنډې شوې دي٬ماشومان يتيمان شوي دغسې يو شمېر وګړي بې كوره شوي دي ۔ده ووئيل د هند د ظلمونو باوجود كشميريان د پاكستان او اسلام سره د مينې خپلولي لري او يوه ورځ به د كشميريانو هلې ځلې رنګ راوړي۔انجينئر امير مقام ووئيل كشميريان په مړانه ولاړ دي٬زه د حريت لارښودو او قيادت ته پيرزوئنې وړاندې كوم۔ده ووئيل په نن ورځ په پاكستان كښې هر ځاے ګڼ شمېر وګړي بهر راوتلې٬ده ووئيل د كشميريانو هلې ځلې به رنګ راوړي۔ده ووئيل د كشمير چارو وزارت له مباركي وركوم چې دومره لويه دستوره يې وكړه۔انجينئر امير مقام ووئيل د كشمير مسئله مونږ د زنځير پشان تړلې شي۔ده كشميريانو له پیغام وركړو چې تاسو په خپلو هلو حلو كښې يوازې نه يې٬ټول پاكستاني وګړي د كشميريانو سره ولاړ دي۔ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف آزاد كشمير مظفرآباد كښې د مركزي دستورې مشري كوي دغسې نائب وزيراعظم٬وفاقي وزيران او ټول قيادت هم په مظفرآباد كښې موجود دے۔










