د چين صدر سره په ګده به په دريو كالو كښې ګتورې نتيجې تر لاسه كړم٬ ډونلډ ټرمپ

واشنګټن۔5 فروري (اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ اعلان كړے دے چې ما د چين خپل هم منصب صدر شي جن پنګ سره په ټېلې فون ښې خبرې كړې دي۔ د العربيه تر مخه هغه ووئېل د دې خبرو په مهال د چين د اړخه د امرېكې نه لا زرعي مصنوعات ٬ تېل او ګاز د اغستو په امكانات خبرې وشوې۔ هغه په سوشل مېډيا پلېټ فارم ٬٬ …

واشنګټن۔5 فروري (اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ اعلان كړے دے چې ما د چين خپل هم منصب صدر شي جن پنګ سره په ټېلې فون ښې خبرې كړې دي۔ د العربيه تر مخه هغه ووئېل د دې خبرو په مهال د چين د اړخه د امرېكې نه لا زرعي مصنوعات ٬ تېل او ګاز د اغستو په امكانات خبرې وشوې۔ هغه په سوشل مېډيا پلېټ فارم ٬٬ ټروته سوشل ٬٬ واضحه كړه چې ما د خپل هم منصب سره د ايران ٬ تائيوان او د يوكرېن په جنګ خبرې وكپړې ۔ ټرمپ ووئېل زه به په راروانو دريو كلونو كښې د چين صدر سره په ګده ګټورې نتيجې تر لاسه كړم په خاص توګه دا ځكه چې د چين سره اړېكې او د صدر شي سره زما ذاتي اړېكې ډېرې ښې دي۔ بل پلو د چين صدر شي چنګ د دې رابطې په مهال په دې خبره زور راوړو چې بيجنګ د يوكرېن بحران امناك حل ته رسېدو لپاره د ټولو هلو ځلو مرسته كوي۔ د چين سركاري ټي وي سټېشن سي سي ټي وي اطلاع وركړې ده چې د چين صدر شي جن پنګ د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ سره خبرې كړې دي۔ ياد دې وي دا خبرې په اپرېل كښې د صدر ټرمپ د چين متوقع دورې نه وړاندې شوي دي۔

مزید خبریں