د پاکستان اولس او حکومت به د کشميريانو د خپلواكۍ حق منصفانه هلو ځلو اصولي او غير متزلزل مرسته روانه ساتي ۔د وزيراعظم محمد شهباز شريف د كشمير يووالي ورځ په موقع پيغام

اسلام آباد 05 فروري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د كشمير يووالي ورځ په موقع د پاکستان اولس او حکومت د اړخه د کشميريانو د خپلواكۍ حق منصفانه هلو ځلو اصولي او غير متزلزل مرستې له د عزم پخلي كولو سره وئيلي دي د جموں و کشمير شخړه د ملګرو ملتونو په ايجنډا پخواني حل غوښتونكو شخړو كښې شامله ده،د 8 لسيزو راهسې د هند د ظلمونو له …

اسلام آباد 05 فروري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د كشمير يووالي ورځ په موقع د پاکستان اولس او حکومت د اړخه د کشميريانو د خپلواكۍ حق منصفانه هلو ځلو اصولي او غير متزلزل مرستې له د عزم پخلي كولو سره وئيلي دي د جموں و کشمير شخړه د ملګرو ملتونو په ايجنډا پخواني حل غوښتونكو شخړو كښې شامله ده،د 8 لسيزو راهسې د هند د ظلمونو له امله كشميريان د بنيادي حق څخه محروم ساتلے شوي،هغه ورځ لري نه ده چې جموں و کشمير اولس به د هند د قبضې زنجيرونه شلولو سره د يري څخه آزاد خپل ژوند تير كړي۔د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه د كشمير يووالي ورځ په موقع جاري خپل پيغام كښې وزيراعظم ووئيل هر كال په 5 فروري د كشمير يووالي ورځ لمانځلې كيږي،دا ورځ مونږ ته د دې عزم د پخلي موقع راكوي چې د پاکستان اولس او حکومت به د خپلو کشميريانو د خپلواكۍ حق منصفانه هلو ځلو كښې د هغوي اصولي او غير متزلزل مرسته روانه ساتي۔ده ووئيل د جموں و کشمير شخړه د ملګرو ملتونو په ايجنډا موجود پخوانۍ حل طلب شخړو كښې يوه ده،په دې مهال د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل ګڼو قراردادونو كښې دا حقيقت منلے شوے چې جموں و کشمير يوه شخړيزه سيمه ده او د دې حتمي پريكړه به د كشميريانو د خواهشات له مخې د آزاد او غير جانبداره رائے شميري د لارې كولې شي خو نزدې د 8 لسيزو راهسې د هند ظلمونو له امله كشميريان د دې بنيادي حق څخه محروم ساتلے شوي۔ده ووئيل د لسيزو خونريزۍ ، ظلم و ستم او بربريت باوجود،مقبوضه جموں و کشمير نن هم د لوئ پوځ په موجودګۍ ، بشپړ جبر او د بشري حقونو د خلاف ورزو مركز جوړ دے، سياسي نظر بندۍ، حقيقي سياسي هلې ځلې غلې كول او په ميډيا سخت بنديزوونه ، مقبوضه جموں و کشمير كښې د رائے اختلاف ځورولو لپاره هند خپل معمول ګرځولے۔ده ووئيل په 5 اګست 2019 ء هند د غير قانوني او يو اړخيزه انتظامي و قانوني اقدامات يوه بله داسې سلسله پېل كړه چې مقصد ئې په مقبوضه جموں و کشمير خپل تسلط په زبردستۍ قوي كول وو،دا اقدامات نه يواځې د ملګرو ملتونو چارټر خلاف ورزي ده بلكه د سلامتي کونسل قراردادونو او څلورم جنيوا کنونشن هم خلاف وزري ده،د آبادۍ په تناسب كښې په زبردستۍ مصنوعي بدلون يا د کشمير قانوني او انتظامي حيثيت بدلول د هند ناكامه هڅه ده دې څخه نړيواله ورورولي د ذمه وارو څخه بري الذمه نه شي ګرځدې او نه د كشميريانو ناقابل تنسيخ حقونه کمزورې كيدے شي۔ده ووئيل د وزيراعظم پاکستان په حيث ما د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ پشمول په هر نړيوال فورم د كشميريانو د خپلواكۍ حق بشپړ او پرله پسې وکالت کړے ۔نن د كشمير يووالي ورځ په موقع کشميريانو له باور وركوم چې پاکستان به د كشميريانو د آزادۍ په هلو ځلو كښې خپل اخلاقي، سفارتي او سياسي حمايت تر هغه وخت جاري ساتي تر څو چې د ملګرو ملتونو په مشرۍ كښې د لوظونو له مخې آزاد او غير جانبداره رائے شميري څخه هغوي د خپلواكۍ حق ترلاسه كړے نه وي۔ده ووئيل انشاء الله د تيارو دا ورځ به ډير د آزادۍ په سهار بدله شي او هغه ورځ لري نه ده چې د جموں و کشمير اولس به د هند د قبضې د زنجيرونو څخه آزاد شي او خپل ژوند به تير كړي

مزید خبریں