اسلام آباد 05 فروري (اے پي پي) د قانون ، انصاف و انسانی حقونو وفاقی وزیر سینیټر اعظم نذیر تارړ وئيلي دي نن د زيارت ورځ د كشمير يووالي ورځ په موقع مونږ د کشمیریانو سره د كلك او غير متزلزل یووالي پخلے كوو او د هغوي د آزادۍ، وقار او انسانی حقونو لپاره د هغوي د جائز هلو ځلو د بشپړه مرستې اعلان کوو۔کشمیریان د لسيزو راهسې د ظلم …
د كشمير يووالي ورځ په موقع مونږ کشمیریانو سره د كلك او غیر متزلزل یووالي پخلے كوو ۔ د قانون ، انصاف و بشري حقونو وفاقي وزیر د كشمير يووالي ورځ په موقع پیغام

مزید خبریں
اسلام آباد 05 فروري (اے پي پي) د قانون ، انصاف و انسانی حقونو وفاقی وزیر سینیټر اعظم نذیر تارړ وئيلي دي نن د زيارت ورځ د كشمير يووالي ورځ په موقع مونږ د کشمیریانو سره د كلك او غير متزلزل یووالي پخلے كوو او د هغوي د آزادۍ، وقار او انسانی حقونو لپاره د هغوي د جائز هلو ځلو د بشپړه مرستې اعلان کوو۔کشمیریان د لسيزو راهسې د ظلم و ناانصافۍ سره مخ دي،خو د هغوي حوصله او نن هم قوي او مستحکمه ده۔ 5 فروري د كشمير يووالي ورځ په موقع د بشري حقونو وزارت د اړخه جاري شوې پیغام كښې د قانون، انصاف او بشري حقونو وفاقی وزیر سینیټر اعظم نذیر تارړ ووئيل د هند غیر قانوني قبضه جموں و کشمیر (آئی آئی او جے کے) كښې اولس د بنیادی حقونو څخه محروم ساتلے شوے او هلته په پراخه ډول د بشري حقونو خلاف وزرۍ كيږي، پاکستان په هر نړيوال فورم د هغوي لپاره غږ پورته كوي،د هغوي حالات رامخې ته كولو او يو امناكه او منصفانه حل لپاره هڅي كوي۔ده ووئيل د خپلواكۍ حق يو ناقابل تنسیخ بنیادی حق دے كوم چې ملګرو ملتونو او تړيوالي ورورولۍ منلے،كوم هم ظلم یا جبر د کوم قام د آزادۍ جائز هلو ځلو ځورولو كښې کامیابيدے نشي،مونږ د نړيوالي ورورولۍ څخه غوښتنه كوو چې د انصاف لپاره خپل موثره کردار ترسره كړي او مظلوم کشمیریانو د تكليفونو ختمولو لپاره عملي اقدامات وكړي۔ ده ووئېل نن مونږ د کشمیریانو قربانو ته پيرزوئنې وړاندې كوو او دا لوظ كوو چې پاکستان به عمر له د کشمیریانو سره ولاړ وي تر څو چې هغوي ته خپل حقونه نه وي ترلاسه شوي










