اسلام آباد۔4فروري (اے پي پي)د وزیراعظم محمد شهباز شریف په بلنه د ازبکستان صدر شوکت مرزایوف د 5 نه تر 6 فرورۍ د پاکستان سرکاری دورہ کوي ۔ هغه به د يو اعلیٰ كچ پلاوي قیادت کوي چې پكښې د وفاقي کابینې سینئر وزيرن او کاروباري شخصیات به شامل وي ۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر نه جاري بیان تر مخه د ازبکستان صدر د وزیراعظم سره به …
د وزیراعظم محمد شهباز شریف په بلنه د ازبکستان صدر شوکت مرزایوف د 5 مې نه تر 6 فرورۍ د پاکستان سرکاری دورہ کوي ، خارجه دفتر

مزید خبریں
اسلام آباد۔4فروري (اے پي پي)د وزیراعظم محمد شهباز شریف په بلنه د ازبکستان صدر شوکت مرزایوف د 5 نه تر 6 فرورۍ د پاکستان سرکاری دورہ کوي ۔ هغه به د يو اعلیٰ كچ پلاوي قیادت کوي چې پكښې د وفاقي کابینې سینئر وزيرن او کاروباري شخصیات به شامل وي ۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر نه جاري بیان تر مخه د ازبکستان صدر د وزیراعظم سره به د پلاويو په كچه خبرو كښې د ګدون پشمول صدر مملکت سره ملاقات کوي او پاک-ازبکستان بزنس فورم ته به خطاب هم كوي ۔ په دې موقع به د اړيكو د ټولو برخو جاج اغستلے كېږي او تجارت، توان، دفاع، تعلیم، اولسي روابط او د سيمه ايزو روابطو پشمول مختلف څانګو كښې به مرستې ته لا ودې له نوې لارې لټولې شي۔ د ازبکستان صدر شوکت مرزایوف دا د پاکستان دويمه دورہ ده كومه چې د پاکستان او ازبکستان په اړيكو كښې مثبت پیش رفت دے او د دواړو ورونړو هېوادونو تر مينځه د وروروليو اړيكو عکاسي كوي ۔ دا اړېكې په شريك تاریخ، عقیده او په مينځڼۍ او سوېئلي اسیا كښې د امن و خوشحالۍ د شريكو هيلو تر مخه دي۔










