اسلام آباد۔4فروري (اے پي پي) د مذهبي چارو او د بین المذاہب هم غږۍ وزارت د حج 2026 عازمین ته سپارښتنه كړې ده چې د ویزہ پراسیسنګ لپاره د بائیو میټرک عمل په هر صورت تر 8 مې فرورۍ مکمل کړئ ،عازمین حج د خپلو اړوندو بینکونو نه مرسته هم تر لاسه كولې شي۔ هغه عازمین څوك چې د جدید ’’سعودي ویزہ بائیو‘‘ ایپ د لارې د كور نه رجسټریشن …
د پاکستان حج كونكې دې تر 8 فرورۍ ’سعودی ویزہ بائیو‘ ایپ باندې بائیو میټرک پراسیس مکمل كړي ، د مشكل په صورت 6 تاشیر سینټرز فعاله دي

مزید خبریں
اسلام آباد۔4فروري (اے پي پي) د مذهبي چارو او د بین المذاہب هم غږۍ وزارت د حج 2026 عازمین ته سپارښتنه كړې ده چې د ویزہ پراسیسنګ لپاره د بائیو میټرک عمل په هر صورت تر 8 مې فرورۍ مکمل کړئ ،عازمین حج د خپلو اړوندو بینکونو نه مرسته هم تر لاسه كولې شي۔ هغه عازمین څوك چې د جدید ’’سعودي ویزہ بائیو‘‘ ایپ د لارې د كور نه رجسټریشن یا د ګوتو لګولو په نښانو (فنګر پرنټس) تصدیقولو كښې د كوم مشكل سره مخ دي ، د هغوي لپاره په ټول هېواد كښې 6 تاشیر سینټرز جوړ كړے شوي دي ۔ د مذهبي چارو وياند تر مخه د عازمین حج وړومبۍ پام لرنه ’’سعودي ویزہ بائیو‘‘ ایپ پكار ده ۔ د موبائل پلے سټور نه دا ایپ په آسانۍ سره ډاون لوډ کېدے شي ۔ په دې ایپ د خپل اي میل د لارې د رجسټریشن نه پس پاسپورټ سکین ،خپله سیلفي ، بيا د دواړو لاسو ګوتې ولګوئ، چې ورسره به د کنفرمیشن يو میل تر لاسه شي كوم چې دې عازمین حج د پاتي پراسیس لپاره د ځان سره خوندي اوساتي ۔ كه عازمین پخپله د ایپ كارولو كښې د مشکل سره مخ وي نو د خپل اړوند بینک برانچ نه هم مرسته تر لاسه كولې شي ۔ وزارت واضحه كړې ده چې د بائیو میټرک تصدیق نه غیر حج ویزہ لګېدل ممکن نه ده۔










