ابوظهبي 04 فروري(اے پي پي)د پاكستان وړومبۍ ميرمن او د قامي اسمبلۍ غړې آصفه بهټو زرداري د متحده عرب امارات حكومت په بلنه ابوظهبي كښې د بشري اخوت لپاره په زايد ايوارډ مجلس 2026 كښې ګډون كړیے ۔دا مجلس د كلنه كلينډر مهمه برخه ده كوم چې شريكې همدردۍ٬مكالمې او انساني اتحاد لپاره د متحده عرب امارات د كوټلي عزم عكاسي كوي۔سږ كال مجلس په دې لحاظ سره خاص اهميت …
وړومبۍ ميرمن آصفه بهټو زرداري ابوظهبي كښې د بشري اخوت لپاره زايد ايوارډ مجلس 2026 كښې ګډون

مزید خبریں
ابوظهبي 04 فروري(اے پي پي)د پاكستان وړومبۍ ميرمن او د قامي اسمبلۍ غړې آصفه بهټو زرداري د متحده عرب امارات حكومت په بلنه ابوظهبي كښې د بشري اخوت لپاره په زايد ايوارډ مجلس 2026 كښې ګډون كړیے ۔دا مجلس د كلنه كلينډر مهمه برخه ده كوم چې شريكې همدردۍ٬مكالمې او انساني اتحاد لپاره د متحده عرب امارات د كوټلي عزم عكاسي كوي۔سږ كال مجلس په دې لحاظ سره خاص اهميت لرلو چې”د خاندان كال” په سرخط كيږي۔كوم چې د شيخ زايد النهيان د هغه وژن ترجماني ده چې خاندان د قومي استحكام٬څوكالۍ او تسلسل بنياد دے۔په دې مكالمه كښې داسې اثر لرونكي ميرمنې لارښودې رابللې شوې وې د كومو كار چې د خپل هېواد سماجي ډهانچې قوي كړې۔د شورو په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې وړومبۍ ميرمن آصفه بهټو زرداري د يو اعلٰی پاې پينل مباحثه كښې ګډون وكړو د كوم سرخط چې انساني اخوت په مركز كښې د ميرمنو قيادت ؤ ٬د بحث په مهال په همدردۍ٬اخلاقي جرات او كوټلې طرز واكمنۍ اډانه ماډلز رڼا واچولې شوه ۔د خپلې وينا په مهال وړومبۍ ميرمن آصفه بهټو زرداري د خپلې شهيدې مور بينظير بهټو ذكر وكړو څوك چې د پاكستان وړومبۍ ميرمن وزيراعظمه او د كوم هم اسلاميي هېواد قيادت كونكي وړومبۍ ميرمن وه۔دې زور راوړو چې په اولسي ادارو اعتماد يوازې هدايات سره نه بلكې د كميونټي په كچه اورېدلو٬تسلسل او حقيقي رابطې سره پېدا كيږي۔د پاكستان د تجربې حواله وركولو سره دې ليډي هيلت وركر پروګرام د رياست او كورنيو ترمينځه د رابطې يو قوي مثال په توګه وړاندې كړو كوم چې د صحت سهوليات٬ويكسينيشن خبرتيا او وقار نيغ په نيغه د كورنيو په درشل ورسوي۔دې ووئيل د دې پروګرام د كاميابۍ راز د هغې په كميونټۍ اډانه طريقه كار دے چرته چې ګن شمېر ميرمنې هېلت وركرز يوه ژبه وائي۔ځايې سماجي او كلتوري حالات پیژني او د يو باور لرونكې مخ په توګه پېژندلې كيږي۔مجلس ته په راتګ د انساني اخوت زايد ايوارډز سېكرټري جنرل جج محمد عبدالسلام د وړومبۍ ميرمنې هركلے وكړو۔د پينل مباحثې څخه وړاندې وړومبۍ ميرمن د ګڼو شخصياتو سره ملاقاتونه هم وكړل چې پكښې د لبنان وړومبۍ ميرمن نعمت عون٬د انډونېشيا پخوانۍ صدرې ميګاوتي سوكار نوپتري٬ د كولمبيا وړومبۍ ميرمن ويرونيكا الكوسرګارسيا٬ د حېدر عليئيف فاؤنډېشن نائب صدرې ليلٰی عليئيو او د ازبكستان صدر انتظاميې مشرې سعيده مير ضيايوا شامل وې










