د جمهوريت روښانه سباؤن لپاره د جمهوري ادارو پريزذائيډنګ افسرانو ترمينځه نزدې رابطې٬جمهوري عمل كښې د ځوانانو شموليت او جدت ته اړتيا ده۔سردار اياز صادق

كراچي 04 فروري(اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئېلي دي د جمهوريت روښانه سباؤن لپاره د جمهوري ادارو پريزذائيډنګ افسرانو ترمينځه نزدې رابطې٬جمهوري عمل كښې د ځوانانو شموليت او جدت ته اړتيا ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ 7م سي پي اے اېشيا ريجنل كنفرنس او دوهم شريك سي پي اے آسيا او د سوئېلي ختيزې آسيا ريجنل پارليماني كنفرنس پرانستې دستورې ته د …

كراچي 04 فروري(اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئېلي دي د جمهوريت روښانه سباؤن لپاره د جمهوري ادارو پريزذائيډنګ افسرانو ترمينځه نزدې رابطې٬جمهوري عمل كښې د ځوانانو شموليت او جدت ته اړتيا ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ 7م سي پي اے اېشيا ريجنل كنفرنس او دوهم شريك سي پي اے آسيا او د سوئېلي ختيزې آسيا ريجنل پارليماني كنفرنس پرانستې دستورې ته د خاص مېلمه په حېث خطاب كښې وكړه۔كنفرنس په كراچۍ كښې د سندھ صوبائي اسمبلۍ تر سيوري لاندې د 3 فروري 2026 نه تر 7 فروري 2026 كيږي۔په كنفرنس كښې د سي پي اے غړو هېوادونو سره تعلق لرونكي سپيكرز / پريذائيډنګ آفيسرز٬پارليماني پلاوي٬وزيران٬پارليماني غړي٬د پاكستان صوبائي قانون ساز اسمبلو سپيكران او د سي پي اے اعلٰی چارواكي ګډون كوي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر د ټولو نړيوالو مندوبينو هركلي كولو سره د هغوي شركت د شريكو جمهوري اقدارو او پارليماني يو والي څرګندونه وګرځوله۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق ووئيل زه د سينيټ چيئرمېن٬د څلورو واړو صوبائي اسمبلو سپيكرانو٬آزاد جمو كشمير او ګلګت بلتستان قانون ساز اسمبلو سپيكرانو سره باقاعده ملاقاتونه كوم دغسې چې شريكې مرستې ته وده وركړی شي۔ده ووئيل په تېر وخت كښې د پاكستان صوبائي او قامي اسمبلۍ او قانون ساز ادارو قواعد مختلف وو خو د شريك مشاورت نه پس يو ډول قواعد وضعه كړی شوي دي كوم چې د پارليماني همغږۍ يو مهم مثال دے۔د سي پي اے آسيا ريجنل كنفرنس پليټ فارم خپلو هم څنګو ته وينا اعزاز ګرځولو سره د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل دا د جمهوريت او قانون د بر لاسي وده يوازې د شريكې مرستې د لارې ممكن شوې۔ده د كنفرنس په كولو د سندھ صوبائي اسمبلۍ ته پيرزوئنې وړاندې كړی۔ده ووئيل د سندھ اسمبلۍ په 1946 كښې د پاكستان وړومبۍ ميرمن ډپټي سپيكره جيتي بائي تلسي داس ټاكلې وه او د پاكستان او آسيا وړومبۍ ميرمنې وزيراعظمې بينظير بهټو تعلق هم د سندھ صوبې څخه ؤ ۔د كنفرنس په سرخط”اعتماد٬شموليت٬جدت او امن”رڼا اچولو سره د قومي اسمبلۍ سپيكر ووئيل دا يوازې نظريات نه بلكې د سباؤن د جمهوري ډهانچو بنياد دے او د پاكستان د قامي هيلو عكاسي كوي۔ده ووئيل د پاكستان 64 فيصده څخه زياته آبادي په ځوانانو مشتمل ده خو قانون ساز ادارو كښې د هغوي نمائندګي د 2 نه تر 3 فيصد ده كومه چې يوه جمهوري خلا ده۔ده ووئيل سياسي عمل كښې د ټولنې ټولو طبقو سره تعلق لرونكو كسانو شموليت د كوټلې جمهوريت بنياد دے۔ده ووئيل متنوع پارليمان د قوي قانون سازۍ او په انصاف٬مساوات او وقار اډانه طرز واكمني باوري كوي۔ده د مقبوضه جمو كشمير د اولس د خپلواكۍ حق لپاره د پاكستان د غېر متزلزل عزم پخلے وكړو كوم چې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو كښې منلے شوے دے۔ده په غزه كښې په انساني الميې هم د تشويش څرګندونې سره د نړيوالو اقداماتو غوښتنه وكړه۔اختتامي كلمات كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل ديانتداري٬شفافيت او جديديت د قوي جمهوري ادارو پېژندګلي ده۔

مزید خبریں