د كشمير يو والي ورځ يوه تاريخي ورځ ده كومه چې د پاكستانيانو او كشميريانو ترمينځه د يو لازواله خپلوالۍ علامت ګرځېدلې ۔د آزاد كشمير وزيراعظم

مظفر آباد۔04 فروري(اے پي پي)د آزاد كشمير وزيراعظم فيصل ممتاز راټهور د كشمير يو والي ورځ په موقع په خپل پیغام كښې وئېلي دي د كشمير يو والي ورځ يوه تاريخي ورځ ده كومه چې د پاكستانيانو او كشميريانو ترمينځه د يو لازواله خپلوالۍ علامت ګرځېدلې ده ۔دا ورځ په ټوله نړۍ كښې د مېشته پاكستانيانو او كشميريانو د غېر متزلزل عزم پخلے كوي چې هغوي د خپل مظلومه كشميريانو …

مظفر آباد۔04 فروري(اے پي پي)د آزاد كشمير وزيراعظم فيصل ممتاز راټهور د كشمير يو والي ورځ په موقع په خپل پیغام كښې وئېلي دي د كشمير يو والي ورځ يوه تاريخي ورځ ده كومه چې د پاكستانيانو او كشميريانو ترمينځه د يو لازواله خپلوالۍ علامت ګرځېدلې ده ۔دا ورځ په ټوله نړۍ كښې د مېشته پاكستانيانو او كشميريانو د غېر متزلزل عزم پخلے كوي چې هغوي د خپل مظلومه كشميريانو د خپلواكۍ په حق كښې هغوي سره ولاړ دي۔كشميريانو د پاكستان جوړېدو څخه وړاندې په نظرياتي توګه خپل سباؤن د پاكستان سره د تړلو پريكړه كړې وه ٬ كوم چې يو تاريخي حقيقت دے او په دې مونږ فخر كوو۔ده ووئيل پاكستانيانو په هر سخت وخت كښې د كشميريانو ملګرتيا كړې او نن هم په سياسي٬سفارتي او اخلاقي كچه د هغوي د مرستې روانې ساتلو د عزم پخلے كوي۔هغه وخت لرې نه دے چې د كشمير اولس به آزادي ترلاسه كړي او په آزاده فضا كښې به ساه واخلي

مزید خبریں