واکسين په ځائي كچه جوړولو لپاره سعودي عرب او انډونيزيا سره په شراكتدارۍ عملي پېشرفت روان دے۔ سيد مصطفيٰ کمال

اسلام آباد 04 فروري (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال وئيلي دي د صحت په څانګه كښې يو مهم او تاريخي اقدام چې له مخې يې په پاكستان كښې واکسين په ځائي كچه جوړولو لپاره سعودي عرب او د انډونيزيا سره په ستراتېژك شراكتدارۍ عملي پېشرفت روان دے۔ دا خبره ده د پرېس كنفرنس په مهال خپلې وېنا كښې كړې ۔ ده ووئيل د صحت وزارت …

اسلام آباد 04 فروري (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال وئيلي دي د صحت په څانګه كښې يو مهم او تاريخي اقدام چې له مخې يې په پاكستان كښې واکسين په ځائي كچه جوړولو لپاره سعودي عرب او د انډونيزيا سره په ستراتېژك شراكتدارۍ عملي پېشرفت روان دے۔ دا خبره ده د پرېس كنفرنس په مهال خپلې وېنا كښې كړې ۔ ده ووئيل د صحت وزارت د تېرو اوو مياشتو په مهال د پاکستان د ويکسينيشن نظام، رامخې ته چيلنجز او د سباٶن د ضرورتونو تفصيلي جاج اخستے او په دې بنياد يې په ځائي كچه واكسين جوړوو لپاره جامع لائحه جوړه كړې ده۔ ده ووئيل پاکستان كښې دا مهال د 13 رنځونو نه بچ كېدو لپاره واكسين د قامي روټين اميونائزيشن پروګرام له مخې وړيا وركولې شي چې پكښې په دې وروستيو كښې د سروائيکل کينسر نه بچ كېدو لپاره اېچ پي وي واکسين هم شامل كړې شوې دي۔ وفاقي وزير له مخې پاکستان دا مهال په كلنه توګه د 400 نه تر 500 ملېن ډالرو واكسين درامد كوي چې پكښې د نړيوالې ادارې ګاوي، ډبليو ايچ او، يونيسف او ګيټس فاؤنډيشن معاونت شامل دے۔ په موجوده پړاٶ كښې 51 فيصده لګښت پاكستان خپله برداشت كوي خو تر كال 2031 به دا نړيوال معاونت په بشپړه توګه ختم شي او بيا به بشپړه لګښت پاكستان برداشت كوي چې اندازه يې په كلنه توګه 1.2 بلين ډالره ده۔ ۔ په دې موقع وفاقي وزير ووئيل پاکستان په وړومبي ځل قامي واكسين پاليسي مرتب كړې ده چې پكښې د حكومت لخوا د واکسين د اخستو ضمانت٬ ويکسين الائنس جوړول او ځائي او غېر ملكي سرمايه كارو لپاره واضح فرېم ورك شامل دے۔ ده ووئيل د انډونيزيا سرکاري بائيو فارما کمپنۍ سره د ټيکنالوجي ټرانسفر او مرستې لوظنامو ته حتمي شكل وركړے كېږي او سعودي عرب، انډونيزيا او د پاکستان ترمېنځه د درې اړخيزه مرستې له مخئ پاکستان د واکسين پروډکشن سيمه ايز مركز جوړولو هدف مقرر كړے۔ ده ووئيل واكسين جوړول ګټور كاروبار نه بلكې يو ستراتېژك قامي ضرورت دے چې د لارې به يې نه يوازې د اولس صحت ته تحفظ وركړے شي بلكې په سباٶن كښې د صحت بحرانونو نه به هم پاكستان وساتلے شي ۔ ده دا پېشرفت پاكستان كښې د صحت په څانګه كښې يو تاريخي او انقلابي اقدام ګرځولو سره ووئيل ان شاء الله په راتلونكې وخت كښې به پاكستان نه يوازې په واكسين كښې خود كفيل شي بلكې په نړيوال ماركيټ ته به واكسين برامد كونكے هېواد هم جوړ شي۔ په پائې كښې وفاقي وزير قام ته د دعا او مرستې اپيل كولو سره ووئيل دا كاميابي د اوو مياشتو مسلسل محنت٬ نړيوالو رابطو او د كوټلې پالسۍ پريكړو نتيجه ده۔

مزید خبریں