اسلام آباد 04 فروري (اے پي پي) د کشمير او ګلګت بلتستان او د سيفران وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي د آزادۍ په هلو ځلو كښې کشميريان يوازې نه پاكستان دوي سره اوږه په اوږه ولاړ دے٬ د كشميريانو لازواله قربانۍ به عبث نه ځي٬ د آزادۍ نمر به ډېر زر څيره اووهي، هند دې په مقبوضه وادۍ كښې د بشري حقونو سنګينې خلاف ورزۍ بندې كړي، د …
د آزادۍ په هلو ځلو كښې کشميريان يوازې نه پاكستان دوي سره اوږه په اوږه ولاړ دے٬ د كشميريانو لازواله قربانۍ به عبث نه ځي۔ وفاقي وزير انجينئر امير مقام

مزید خبریں
اسلام آباد 04 فروري (اے پي پي) د کشمير او ګلګت بلتستان او د سيفران وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي د آزادۍ په هلو ځلو كښې کشميريان يوازې نه پاكستان دوي سره اوږه په اوږه ولاړ دے٬ د كشميريانو لازواله قربانۍ به عبث نه ځي٬ د آزادۍ نمر به ډېر زر څيره اووهي، هند دې په مقبوضه وادۍ كښې د بشري حقونو سنګينې خلاف ورزۍ بندې كړي، د فرورۍ په 5مه نيټه به ټول قام د کشمير خپلو ورورڼو سره د يووالي څرګندونې لپاره سړكونو ته راوځي، د کشميريانو اخلاقي، سياسي او سفارتي حمايت څخه به په شا نه شوو، نړيواله ورورولي دې د ملګرو ملتونو د قرارردادونو له مخې د كشمير مسئله هواره كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده حريت لارښود غلام محمد صفي سره پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع د کشمير او ګلګت بلتستان او سيفران پارليماني سيکرټري چوهدري انوار الحق، د وزيراعظم کشمير او ګلګت بلتستان او سيفران چارو لپاره کوآرډينيټر شبير احمد عثماني هم موجود وٶ۔ وفاقي وزير ووئيل نننۍ خبرې د كشمير يووالي ورځ په حواله دي كوم لپاره چې ټول قام متحد او يو دے ۔ ده ووئيل د اووه لسيزو نه زياتې مودې راهسې كشميريان د هند ظلمونه برداشت كوي٬ د زرګونو په شمېر ځوانان شهيدان٬ كورونه ړنګ شوي٬ كشميري مشران د تورو تنبو شاته دي۔ ده ووئيل د مقبوضه کشمير مشران د پاکستانيت او حق خوداراديت خبره كوي٬ دوي دا خبره كوې چې مونږ ته دې خپل حق راكړے شي۔ ده ووئيل پنځمه فروري د کشميريانو او ګردې نړۍ ته پېعام وركولو لپاره لمانځلې كېږي٬ زما دا پېغام دے چې كشميريانو سره ولاړ يو٬ د دې ورځې لمانځلو لپاره د ټولو انتظاماتو مانيټرنګ كوٶ٬ په پنځمه فرورۍ به ګرد هېواد كښې د يوې دقيقي خاموشي اختيارولې شي٬ د لاسونو زنځير به جوړولې شي٬ د هېواد د هر ګوټ نه پېغام وركول پكار دي چې مونږ كشميريانو سره ولاړ يوو٬ ده ووئېل د صوبو اعلٰې وزيرانو ته چيټۍ ليكلې شوي دي٬ هرې صوبې څخه كشميريانو لپاره غږ پورته كېدل پكار دي٬ په هر صوبه كښې به د كشمير په اړه واك كولې شي۔ ده ووئيل آرټيکل 370 او 35 اے معطل كولو سره د بهر كسان په مقبوضه كشمير كښې مېشته كړې شوي٬ تر څو چې د كشمير مسئله نه وي حل شوې په دې منطقه كښې به استحكام نه وي۔ ده ووئيل د کشميريانو اخلاقي، سياسي او سفارتي مرستې څخه به په شا نه شوو، نړيواله ورورولي دې د ملګرو ملتونو د قرارردادونو له مخې د كشمير مسئله هواره كړي۔ په دې موقع پرېس كنفرنس ته حريت لارښود غلام محمد صفي هم وېنا وكړه۔










