چين كښې د استعمال جوګه سړي سر آمدن 6 فيصد زيات شو

بيجنګ ۔ 4 فروري (اے پي پي) چين كښې د كرونده ګرو د استعمال جوګه سړي سر آمدن په كال 2025 كښې په كلنه توګه 6 فيصد زيات رېكارډ كړے شوے۔ د سي جي اين ټي اين تر مخه د چين د رياستي كونسل د اطلاعات دفتر تر سېوري لاندې يو پرېس كانفرنس كښې په چين كښې د زرعي او د كلو جديد كارۍ او جامع كلې والې احياﺀ په …

بيجنګ ۔ 4 فروري (اے پي پي) چين كښې د كرونده ګرو د استعمال جوګه سړي سر آمدن په كال 2025 كښې په كلنه توګه 6 فيصد زيات رېكارډ كړے شوے۔ د سي جي اين ټي اين تر مخه د چين د رياستي كونسل د اطلاعات دفتر تر سېوري لاندې يو پرېس كانفرنس كښې په چين كښې د زرعي او د كلو جديد كارۍ او جامع كلې والې احياﺀ په حواله پېشرفت باندې رڼا واچولې شوه ٬ د جاري كړو شمېرو 2026 مركزي دستاوېز نمبر 1 كښې سږ كال لپاره چين كښې كركېلې ٬ كلي والو سيمو او كرونده ګرو په اړه مهم فرائض او اهداف تر سره كړے شوي چې پكښې زرعي جامع پېداواري صلاحيت او معيار و افاديت كښې ښه والے ٬ د پرله پسې اهدافي ملاتړ او مرستې نفاذ ٬ د كرونده ګرو په مستحكم آمدن كښې زياتوالي ته وده وركول او د ځايي څيزونو ترمخه استوګنه او د روزګار لپاره موقعې او د ښكلو كلي والو سيمو جوړول مخ په وړاندې بوتلل شامل دي۔پرېس كانفرنس كښې ووئېل شول په 2025 كښې د چين د كرونده ګرو سړي سر آمدن د استعمال جوګه 24456 يو آن (83۔3524 ) امرېكائي ډالر ته رسېدلے دے۔ كوم چې د كال 2024 په مقابل كښې 6 فيصد زيات دے ۔ د غربت څخه په وتونكو كښې د كرونده ګرو سړي سر آمدن شرح نمو د قامي اوسط نه زياته پاتي شوه او د غريبۍ نه وتونكې كلي والې ودانۍ ته د روزګار وركړه په 5 كالو كښې تر 30 ملين نه زياته شوې ده۔

مزید خبریں