اسلام آباد۔4 فروری(اے پی پی) د آئي ټي او ټېلي كام وفاقي وزيره شزا فاطمه خواجه په يوه ورځنۍ سركاري دوه كوېت ته ورسېده چرته به چې هغه د ډیجیټل کوآپرېشن آرګنائزېشن ( ډي سي او) 5 مې عمومي اسمبلۍ كښې د پاكستان نمائندګي او د غړو هېوادونو وزيرانو او اعلی مشرتابه سره د لوړې كچې ملاقاتونه كوي۔ شزا فاطمه خواجه به د ډي س او عمومي اسمبلۍ پرانستې سېشن …
د آئي ټي او ټيلي كام وفاقي وزيره شزا فاطمه خواجه په يوه ورځنۍ سركاري دوره كويت ته ورسيده

مزید خبریں
اسلام آباد۔4 فروری(اے پی پی) د آئي ټي او ټېلي كام وفاقي وزيره شزا فاطمه خواجه په يوه ورځنۍ سركاري دوه كوېت ته ورسېده چرته به چې هغه د ډیجیټل کوآپرېشن آرګنائزېشن ( ډي سي او) 5 مې عمومي اسمبلۍ كښې د پاكستان نمائندګي او د غړو هېوادونو وزيرانو او اعلی مشرتابه سره د لوړې كچې ملاقاتونه كوي۔ شزا فاطمه خواجه به د ډي س او عمومي اسمبلۍ پرانستې سېشن ته خطاب هم كوي۔ د آئي ټي وزيره به د ډي سي او تهیمېټک وزارتی راؤنډ ټېبل كښې ګډون كوي چرته به چې د غړو هېوادونو وزيرانو سره په مصنوعی زېركتيا، ډیجیټل پرمختګ و دې سره د تړلو خطرو په اړه د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔ په دې موقع به وفاقي وزيره نړيوالو پاليسي سازو ٬ د سعودي عربستان د مواصلات او آئي ټي وزير ٬ ٬د كينيا د انفارمېشن، کمیونیکېشنز او ډیجیټل اکانومی وزير ، د روانډا د انووېشن او آئي سي وزير مملكت ٬ د آذربائیجان د ډيجيټل ډوېلپمنټ او ټرانسپورټ نائب وزير او د كوېت د كميونيكېشن افيئرز وزير مملكت سره ملاقاتونه كوي۔ وفاقی وزیره به د ډي سي او عمومي اسمبلۍ په موقع رسمي د ماسپخين مېلمستيا او د كوېت په كوربتوب كښې به وزارتي سېشن كښې ګډون كوي۔ په دې موقع به هغه نړيوالو استازو او مشرتابه سره ملاقات كوي










