اسلام آباد۔4 فروری(اے پی پی) سینئر اېډوائزر انرجی چائنا او د سي پېک پراجېکټ پخواني ډائرېکټر ډاکټر حسن داؤد بټ وئيلي دي چین د پاكستان په معدني څانګه كښې سرمایه کارۍ، استعداد او ټيكنالوجۍ ته ودې وركولو كښې ژوره خوښي لري كومه چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د پخوانۍ ٬ مضبوطې او ستراتيجيكي همكارۍ عكاسي كوي۔ د شورو په ورځ اے پي پي سره خبرو كښې ده ووئيل پاكستان د …
چین د پاكستان په معدني څانګه كښې سرمایه کارۍ، استعداد او ټيكنالوجۍ ته وده وركولو كښې خوښي لري: ډاكټر حسن داؤد بټ

مزید خبریں
اسلام آباد۔4 فروری(اے پی پی) سینئر اېډوائزر انرجی چائنا او د سي پېک پراجېکټ پخواني ډائرېکټر ډاکټر حسن داؤد بټ وئيلي دي چین د پاكستان په معدني څانګه كښې سرمایه کارۍ، استعداد او ټيكنالوجۍ ته ودې وركولو كښې ژوره خوښي لري كومه چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د پخوانۍ ٬ مضبوطې او ستراتيجيكي همكارۍ عكاسي كوي۔ د شورو په ورځ اے پي پي سره خبرو كښې ده ووئيل پاكستان د معدني وسائلو بلها زېرمې لرونكے هېواد دے او چين سره د همكارۍ د لارې دا وسائل په مؤثر او ذمه وار ډول كارېدې شي۔ ډاكټر حسن داؤد بټ ووئيل چين نه يوازې دا چې په سرمايه راكولو كښې خوښي لري بلكې د بشري وسائلو تربيه ٬ په ځاي كچه د مهارتونو وده او كان كندنه عصري ټېكنالوجۍ ته اړولو كښې مرسته هم مهمه ګڼي۔ د ده وېنا وه چې عصري ټېكنالوجي كارولو سره به د معدني څانګې پېداواري صلاحيت زيات شي۔ ده زياته كړه چې د سی پېک لاندې توان ٬ انفراسټركچر او صنعتي مرستې څخه وروستو معدني څانګه د يو نوي او مهم مېدان په توګه رامخې ته كيږي۔ ده هيله ولرله چې چين سره د شريكو منصوبو د لارې به پاكستان كښې د روزګار نوې موقعې رامخې ته شي٬ برآمدات به زيات شي او قومي معيشت ته به ګټې ترلاسه شي۔ ده د دې عزم څرګندونه وكړه چې پاكستان او چين به سباؤن كښې هم دوه اړخيزه باور ٬ شريكې ګټې او د تلپاتي پرمختګ و اصولو له مخې مرسته لا پراخه كړي دغسې چې د دواړو هېوادونو اولس د همكارۍ له مېوو څخه استفاده وكړې شي۔










