د قانون او انصاف وفاقي وزير سره د كاناډا هائي كمشنر وليدل

اسلام آباد 04 فروري (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ سره د کاناډا هائي كمشنر طارق علي خان ليدلي دي ٬ په دې موقع په عدالتي اصلاحات ٬ د قانوني نظام په بهترۍ او اداره جارتي مرستې ته په ودې وركولو تفصيلي خبرې اترې وشوې۔ د ملاقات په مهال په وفاقي جوډيشل اکيډمي كښې د كاناډا حكومت په مرسته د تربيې په جاري …

اسلام آباد 04 فروري (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ سره د کاناډا هائي كمشنر طارق علي خان ليدلي دي ٬ په دې موقع په عدالتي اصلاحات ٬ د قانوني نظام په بهترۍ او اداره جارتي مرستې ته په ودې وركولو تفصيلي خبرې اترې وشوې۔ د ملاقات په مهال په وفاقي جوډيشل اکيډمي كښې د كاناډا حكومت په مرسته د تربيې په جاري عدالتي پروګرامز هم خبرې وشوې٬ دا پروګرامز د هائي کميشن آف کاناډا او MUSAWI په اشتراك سره كېږي چې مقصد يې د ججز وظفيائي صلاحيتونو كښې اضافه، جديد عدالتي رجحانات نه خبرتيا او نړيوالې قانوني مرستې ته وده وركول دي۔ په دې موقع وفاقي وزير د پاکستان د انصاف نظام قوي كولو لپاره د كاناډا د مرستې ستائنه وكړه۔ په دې موقع د قانون او انصاف وفاقي سيکرټري د کيس مينجمنټ سسټم او د پاکستان کوډ د لارې د قوانين د ډيجيټلائزيشن په اړه د پېشرفت نه دوي خبر كړل۔ ملاقات په خوشګوار ماحول كښې وشو او دواړو ډلو عدالتي تربيه، قانوني اصلاحات او شريكې مرستې ته لا پراختيا وركولو لپاره د خپل عزم پخلے وكړو

مزید خبریں