سبا به د كشمير ورځ د جوش او ولولې سره لمانځلې شي

اسلام آباد 04 فروري (اے پي پي)سبا د فرورۍ په 5مه نيټه د زيارت په ورځ به د پاكستان٬آزاد جمو كشمير او په ټوله نړۍ كښې د كشمير ورځ په جوش او ولولۍ سره لمانځلې شي چې مقصد يې د هند د ظلم ښكار كشميريانو سره د يو والي څرګندونه او په كشميريانو د هندي ظلمونو پلو د نړيوالې ورورولۍ پام راګرځول دي۔د دې ورځ لمانځلو مقصد د كشميريانو د …

اسلام آباد 04 فروري (اے پي پي)سبا د فرورۍ په 5مه نيټه د زيارت په ورځ به د پاكستان٬آزاد جمو كشمير او په ټوله نړۍ كښې د كشمير ورځ په جوش او ولولۍ سره لمانځلې شي چې مقصد يې د هند د ظلم ښكار كشميريانو سره د يو والي څرګندونه او په كشميريانو د هندي ظلمونو پلو د نړيوالې ورورولۍ پام راګرځول دي۔د دې ورځ لمانځلو مقصد د كشميريانو د خپلواكۍ حق منصفانه هلو ځلو د مرستې پخلے كول هم دي۔د كشمير ميډيا سروس له مخې د كشمير يو والي ورځ په مناسبت سره به هېواد كښې جلسې جلوسونه٬لاريونه او بيل پروګرامونه كولې شي۔د پاكستان او كشمير تړونكو سيمو منګلا٬كوهاله٬براركوټ٬آزاد پتن كښې به د پاكستان او كشمير اولس د يو بل سره د يو والي څرګندونې لپاره د انساني لاسونو زنځير جوړولې شي۔د كشمير يو والي ورځ په لړ كښې بهر هېوادونو كښې مېشته كشميريان٬پاكستانيان او په انساني حقونو او وقار باور لرونكي وګړي به هم لاريونونه كوي چې پكښې به د كشميريانو سره د يو والي څرګندونه كېږي۔د دې ورځ په مناسبت سره د ټول هېواد په تعليمي ادارو كښې مباحثې٬د تقريرونو سيالو سره سره د مضمون نويسي مقابلې هم كولې شي۔په ټي وي چينلز به د هند په غېر قانوني تسلط لاندې د جمو او كشمير مظلوم اولس سره د يو والي څرګندونه او په سيمه كښې د هندي عسكرو د اړخه د بشري حقونو خلاف ورزۍ رامخې ته كولو لپاره خصوصي پروګرامونه كولې شي۔دغسې په ورځپاڼو كښې د كشمير يو والي ورځ اهميت او په كشميريانو د هند ظلمونو رامخې ته كولو لپاره به خاص ضميمې شائع كولې شي۔

مزید خبریں