کابل 04 فروري (اے پي پي) افغانستان كښې د حكال 2025 په مهال د مائنونو او بارودي توكو چاؤدلو له امله 87 كسان مړ او 333 ژوبل شوې دي۔شنهوا له مخې د افغانستان د بيړني حالات قامي اتھارټی (اے این ډي اېم اے) وياند حافظ محمد یوسف حماد د شورو په ورځ ووئيل د تير كال په مهال د مائنونو او توكو چاؤدلو په نتيجه كښې په ټول هېواد كښې …
افغانستان كښې د كال 2025 په مهال د مائنونو او بارودي توكو چاؤدلو له امله 87 كسان مړه،333 ژوبل

مزید خبریں
کابل 04 فروري (اے پي پي) افغانستان كښې د حكال 2025 په مهال د مائنونو او بارودي توكو چاؤدلو له امله 87 كسان مړ او 333 ژوبل شوې دي۔شنهوا له مخې د افغانستان د بيړني حالات قامي اتھارټی (اے این ډي اېم اے) وياند حافظ محمد یوسف حماد د شورو په ورځ ووئيل د تير كال په مهال د مائنونو او توكو چاؤدلو په نتيجه كښې په ټول هېواد كښې په مجموعي توګه 193 چاؤدني شوي۔هغه ووئيل په مجموعي توګه به مړو كسانو كښې 67.5 فیصد ماشومان وو۔په دې مهال د خطرو ختمولو لپاره 58 مربع کلومیټره زمكه پاكه كړې شوي،خو اهلکارو په ګوته كړې چې د افغانستان 106,000 څخه په زياته مربع کلومیټره اوس هم مائنونه او توكي شته۔دا خبره دې ياده وي چې ملګرو ملتونو اوسنيو كښې په افغان خاورې له د مائنونو او توكو په نتيجه كښې د مرګونو په لحاظ سره په نړيواله كچه دريم لمبر وركړے دے ۔










