ملګري ملتونه ۔4 فروری(اے پی پی) د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل غړو د پاكستان بلوچستان صوبه كښې په بېلو ځايونو كښې د ترسره شوو اوسنيو بريدونو غننې كولو سره غوښتنه كړې چې دې بريدونو كښې ككړ عناصر دې انصاف سره مخ كړے شي۔ په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو له هېډكوارټر څخه په جاري شوي پرېس بيان كښې 15 كسيز سلامتي كونسل ووئيل د دې ناوړه ترهګرو پېښو په نتيجه …
د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل په بلوچستان كښې د ترهګرو بريدونو غندنه

مزید خبریں
ملګري ملتونه ۔4 فروری(اے پی پی) د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل غړو د پاكستان بلوچستان صوبه كښې په بېلو ځايونو كښې د ترسره شوو اوسنيو بريدونو غننې كولو سره غوښتنه كړې چې دې بريدونو كښې ككړ عناصر دې انصاف سره مخ كړے شي۔ په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو له هېډكوارټر څخه په جاري شوي پرېس بيان كښې 15 كسيز سلامتي كونسل ووئيل د دې ناوړه ترهګرو پېښو په نتيجه كښې 48 كسان په كومو كښې چې د 5 مېرمنو او 3 كوچنيانو په شمول 31 عام وګړي هم وو شهيدان شول۔ په بيان كښې وئيلې شوي د دې ترهګر بريدونو ذمه واري كالعدم بلوچ لبرېشن (بی اېل اے) په خپله غاړه اغستې ده۔ په بيان كښې دا بريدونه ناوړه او بزدلانه وګرځولے شول۔ د پاكستان په ضد د زياتېدونكو ترهګر بريدونو په اړه د سلامتي كونسل دا بيان د برطانيه ناظم الامور جېمز كريوكي چې دا مهال د سلامتي كونسل صدر دے٬ لخوا جاري كړے شو۔ په بيان كښې وئيلې شوي دي د سلامتي كوسنل غړو د ځپليو كورنيو ٬ د پاكستان حكومت او اولس سره خواخوږي او غمرازي ښكاره كړه او د ژوبل شوو زر روغتيا له يۍ نېكې هيلې څرګندې كړې۔ په بيان كښې د دې توثيق شوے چې ترهګري په خپلو ټولو شكلونو كښې نړيوال امن او سلامتيا ته پېښو خطرو كښې يوه ده۔ په بيان كښې وئيلې شوي د سلامتي كونسل غړو په دې خبره زور راوړے چې د ترهګرې دا ناوړه كارروايۍ كوؤنكي ٬ د دې سرپرستي كوونكي ٬ مالي مرسته كوؤنكي او منصوبه جوړونكي دې ځواب وركوؤنكي وګرځولې شي۔ دوي په رياستونو زور راوړو چې هغوي د نړيوال قانون او د سلامتي كونسل اړوندو قراردادونو لاندې د خپلو ذمه وارو له مخې په دې لړ كښې د پاكستان حكومت سره بشپره مرسته وكړي۔ په بيان كښې وئيلې شوي د سلامتي كونسل غړو د دې امر پخلے وكړو چې ترهګري كه هر قسم وي ٬ كه هر چرته وي او كه كوم هم محركات لري جواز نه لري۔ ده د دې خبرې هم توثيق وكړو چې ټول رياستونه دې د ملګرو ملتونو د چارټر او نړيوالو قوانين له مخې نړيوال امن او سلامتيا ته په پېښو خطرو قابو موندلو له ټول ممكنه اقدامات وكړي










