ملګري ملتونه ۔4 فروری(اے پی پی) د اسلاموفوبیا په اړه او د آئي سي كور ګروپ سفيرانو د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ صدر ايناليان بائربوك سره د ملګرو ملتونو په هېډ كوارټر كښې ملاقات وكړو۔ دا ملاقات راروانه مياشت د ملګرو ملتونو د اسلامو فوبيا نړيوالې ورځ لمانځلو په لړ كښې وشو۔ په دې موقع اسلام فوبيا لپاره د ملګرو ملتونو خصوصي استازې او د او اېن الائنس آف …
د او آئي سي هيوادونو سفيرانو د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ صدر سره ملاقات ٬ د اسلامو فوبيا په ضد د لمانځلې كيدونكې نړيوالې ورځ په اړه د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
ملګري ملتونه ۔4 فروری(اے پی پی) د اسلاموفوبیا په اړه او د آئي سي كور ګروپ سفيرانو د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ صدر ايناليان بائربوك سره د ملګرو ملتونو په هېډ كوارټر كښې ملاقات وكړو۔ دا ملاقات راروانه مياشت د ملګرو ملتونو د اسلامو فوبيا نړيوالې ورځ لمانځلو په لړ كښې وشو۔ په دې موقع اسلام فوبيا لپاره د ملګرو ملتونو خصوصي استازې او د او اېن الائنس آف سېوېلائزېشنز اعلی استازے مېګوئل اېنجل موراټینوس هم موجود وو۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان د مستقل مشن لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې د او آئی سی کور ګروپ سفيرانو د عمومي اسمبلۍ صدر سره په 15 مارچ د اسلامو فوبيا په ضد د لمانځلې كېدونكې نړيوالې ورځ په اړه د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ په دې موقع په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد ووئيل د عمومي اسمبلۍ په قرارداد 76/254 كښې په متفقه توګه 15 مارچ د اسلامو فوبيا په ضد د نړيوالې ورځ په توګه د لمانځلو اعلان شوے دے۔ ده ووئيل د دې ورځې اولنۍ دستوره په كال 2023 كښې د پاكستان په مشرۍ كښې د او آئي سي د خارجه وزيرانو كونسل غونډه كښې وشوه۔ دغې څخه وروستو په كال 2024 او 2025 كښې هم په باقاعده توګه دا ورځ ولمانځلې شوه۔ پاكستاني استازي ووئيل د اسلامو فوبيا په ضد نړيواله ورځ او آئي سي لپاره غېر معمولي اهميت لري او دا ورځ د اسلامو فوبيا په ضد ستړو كښې په نړيواله توګه د يووالي علامت دے










