اسلام آباد۔4فروری(اے پی پی) د قازقستان صدر قاسم جومارت توکایووف ته وزیراعظم هاؤس ته د راتللو په مهال تود هركلے ووئيلې شو٬ وزيراعظم شهباز شريف د معزز مېلمه هركلے وكړو٬ دواړو يو بل سره مصافحه وكړه او په زړه پورې جملې يۍ ګډې كړې۔ د شورو په ورځ وزيراعظم هاؤس ته په راتللو د قازقستان صدر په درناوي كښې د استقباليې دستوره وشوه٬ د وسله والو ځواكونو يوې ډلې ده …
د قازقستان د صدر قاسم جومارت توكايووف په وزيراعظم هاؤس كښې تود هركلے ٬ ګارډ آف آنر وړاندے كړے شو

مزید خبریں
اسلام آباد۔4فروری(اے پی پی) د قازقستان صدر قاسم جومارت توکایووف ته وزیراعظم هاؤس ته د راتللو په مهال تود هركلے ووئيلې شو٬ وزيراعظم شهباز شريف د معزز مېلمه هركلے وكړو٬ دواړو يو بل سره مصافحه وكړه او په زړه پورې جملې يۍ ګډې كړې۔ د شورو په ورځ وزيراعظم هاؤس ته په راتللو د قازقستان صدر په درناوي كښې د استقباليې دستوره وشوه٬ د وسله والو ځواكونو يوې ډلې ده ته ګارډ آف آنر وړاندے كړو۔ قاسم جومارت توکایووف د ګارډ آف آنر معائنه وكړه۔ په دې موقع د دواړو هېوادونو قومي سرودونه وغږولې شوو۔ د قازقستان صدر د خپل پلاوي غړي وزيراعظم او وزيراعظم د خپلې كابينې غړي د قازقستان صدر سره معارفي كړل۔ قاسم جو مارت توکا یووف د وزیراعظم هاؤس په چمن كښې يوه بوټے هم نال كړو۔ قاسم جومارت توکایووف به صدرمملکت آصف علی زرداری او وزیراعظم شھباز شریف سره ملاقاتونه كوي۔ دې سره سره هغه به پاكستان قازقستان بزنس فورم ته خطاب هم كوي۔ دا دوره به د دواړو هېوادونو ترمينځه د دوه اړخيزه اړيكو جاج اغستو ٬ د همكارۍ په نوې موقعو د غور كولو ٬ اولسي رابطې ته د ودې وركولو او په سيمه ايزو او نړيوالو فورمونو د مرستې امكاناتو درك لګولو مهمې موقعې وړاندې كړي۔ د قازق صدر د پاكستان دوره د دواړو هېوادونو ترمينځه د قوي كېدونكو اړيكو عكاسي كوي ٬ تاريخي او كلتوري پېوستون په مؤثره عملي همكارۍ كښې د بدلولو عزم په ډاګه كوي او په منطقه كښې امن او پرمختګ لپاره د دواړو هېوادونو د شريكې خوښې نمائندګي كوي۔










