اسلام آباد 04 فروري (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري وئيلي دي نن مونږ د قام په حېث د نړيوالې ورورولۍ د غړي په توګه د سرطان په ضد هلو ځلو لپاره د خپل مشتركه عزم تجديد كوٶ٬ دا ورځ نه يوازې مونږ ته د دې مرګوني رنځ سنګينۍ رايادوي بلكې د وحدت، جدت او مسلسل عملي اقدامات د لارې اميد قوي كولو لپاره يو موقع هم ده، …
پاكستان كښې سرطان د مرګونو دويم لويې سبب دے۔ د صدر مملکت آصف علي زرداري د سرطان نړيوالې ورځ په موقع پيغام

مزید خبریں
اسلام آباد 04 فروري (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري وئيلي دي نن مونږ د قام په حېث د نړيوالې ورورولۍ د غړي په توګه د سرطان په ضد هلو ځلو لپاره د خپل مشتركه عزم تجديد كوٶ٬ دا ورځ نه يوازې مونږ ته د دې مرګوني رنځ سنګينۍ رايادوي بلكې د وحدت، جدت او مسلسل عملي اقدامات د لارې اميد قوي كولو لپاره يو موقع هم ده، پاكستان كښې سرطان د مرګونو دوېم لويې سبب دے چرته چې په كلنه توګه په يو لك آبادۍ كښې 185 نوې كېسونه رپورټ كېږي٬ په اربن آبادۍ كښې په تندۍ سره زياتوالے٬ د ژوند په طرز كښې بدلون او د خبرتيا كمے دا بار لا زياتوي، دا حقيقت د سرطان مخنيوي او كنټرول لپاره زمونږ هڅې مضبوطولو او د پېشرفت لا ګړندي كولو ضرورت په سمدستي توګه واضحه كوي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د سرطان نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې صدر مملکت آصف علي زرداري ووئيل د دې شمېرو په پس منظر كښې ګرد هېواد كښې ھغه كورنۍ شته كومې چې تر روغتونونو دېر مزل، تاخير سره د تشخيص له امله د ذهني فشار او د اوږد علاج مالي بار سره مخ دي، سرطان د زياتو كورنيو روزګار٬ تعليم او د ژوند معمولات متاثره كوي چې ورسره په رنځورانو او تيماردارو اضافې فشار پرېوځي٬ دې لپاره د سرطان د مخنيوي مطلب يوازې طبي تکليفونه كمول نه دي بلكې عام وګړو ته ورمخې ته كېددونكې سماجي او معاشي فشار كمول دي، ده ووئېل د پاكستان حکومت صوبائي حکومتونه، د صحت ادارو او نړيوالو شراكتدارو په نزدې مرسته د صحت د دې مهمې اولسي مسئلې مخنيوي لپاره يو شمېر اقدامات شوې دي۔ سرطان لپاره يو جامع ملي لائحه جوړېدونكې ده چې پكښې په خاص توګه د ماشومانو سرطان پلو خاص پاملرنه روانه ده، د صحت بنيادي ډھانچه قوي كول، د سرطان بار كمولو او د موجوده مداخلتونو تفصيلي جاج او قامي او په صوبائي كچه د سرطان مخنيوي لائحې جوړولو لپاره هلې ځلې روانې دي۔ صدر مملکت ووئيل په دې مهمه موقع زه ټولو وګړو٬ د صحت څانګې سره تړلو كسانو٬ د سول سوسائټۍ تنظيمونو او نجي څانګې ته غږ كوم چې په دې مشتركه مشن كښې لاس وكړي، په ګډه دا خبره باوري كېدې شي چې سماجي او معاشي حيثيت نه پرته هر كس له په وخت تشخيص، مؤثر علاج او د خواخوږۍ تر پالنې يو برابر رسنه ترلاسه وي٬ ده ووئېل مونږ د سرطان مخنيوي له قامي ترجيح له د خپل عزم تجديد كوٶ كوم چې په مساوات، جدت او د عزمِ مصمم له مخې وي٬ په مقصد يو كېدو سره مونږ ځپلو كسانو ته اميد او شفا وركولې شو او ھغه ټولو ته پېرزوئنې وړاندې كوٶ كوم چې په دې رنځ زمونږ څخه جلا شوي دي ۔










