د دفاع وزير خواجه محمد آصف د پاکستان او مراکش دفاعي مرستي په اړه د مفاهمت يادداښت لاس ليك كړو

اسلام آباد 03 فروري (اے پي پي) د دفاع وفاقي وزير خواجه محمد آصف د مراکش سرکاري دورې په مهال د پاکستان او مراکش دفاعي مرستي په اړه د مفاهمت يو يادښت لاس ليك كړے دے ۔ياد داښت د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه دفاعي او سکيورټي مرستي لا قوي كولو له لويه كاميابي ده۔ د دفاع وزير د شريكې خوښې په څانګو كښې په مرسته زياتولو د پلاوي په …

اسلام آباد 03 فروري (اے پي پي) د دفاع وفاقي وزير خواجه محمد آصف د مراکش سرکاري دورې په مهال د پاکستان او مراکش دفاعي مرستي په اړه د مفاهمت يو يادښت لاس ليك كړے دے ۔ياد داښت د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه دفاعي او سکيورټي مرستي لا قوي كولو له لويه كاميابي ده۔ د دفاع وزير د شريكې خوښې په څانګو كښې په مرسته زياتولو د پلاوي په كچه هم د خبرو اترو مشري وكړه۔د دفاع وزير د مراکش د خارجه چارو او د افريقې مرستي وزير ناصر بوريتا او د مراکش كډوالو سره هم ملاقات وكړو۔ملاقاتونو څخه وړاندي د دفاع وزير د کنګ محمد پنجم په مزار حاضري وكړه چرته چې هغه فاتحه خواني وكړه او په مزار كښې د ميلمنو په کتاب يې لاس ليك وكړو۔د دفاع وزير دوره د پاکستان او مراکش ترمينځه د ملګرتيا اړيكو عكاسي كوي۔ د دفاع وزير دوره د مراکش دفاع، سلامتيا او شريكې ګټې په نورو څانګو كښې مرستي ته لا ودي وركولو له د شريك خواهش څرګندونه ده

مزید خبریں