اسلام آباد 03 فروري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي د شب برات مقدس شپه د لوي څښتن په حضور كښې د توبې ويستلو ٬ د خپلو ګناهونو معافي غوښتلو او د نفس اصلاح كولو غوره موقع وركوي٬ شب برات مونږ ته د خپلو اعمالو د جاج اخستو، په کوتاهو د پښېمانه كېدو او خپل ژوند په اسلامي تعليمات د روانولو ترغيب راكوي۔ د …
شب برات د لوي څښتن په حضور كښې د توبې ويستلو ٬ د خپلو ګناهونو بخښنې او د نفس اصلاح كولو غوره موقع وركوي۔ د سپيکر سردار اياز صادق پېغام

مزید خبریں
اسلام آباد 03 فروري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي د شب برات مقدس شپه د لوي څښتن په حضور كښې د توبې ويستلو ٬ د خپلو ګناهونو معافي غوښتلو او د نفس اصلاح كولو غوره موقع وركوي٬ شب برات مونږ ته د خپلو اعمالو د جاج اخستو، په کوتاهو د پښېمانه كېدو او خپل ژوند په اسلامي تعليمات د روانولو ترغيب راكوي۔ د شب برات په موقع خپل پېغام كښې ده ووئيل شب برات د رحمت، مغفرت او برکتونو شپه ده چې پكښې لوي څښتن په خپلو بندګانو خاص فضل كوي۔ ده ووئيل په دې بركتي موقع مونږ له په انفرادي او اجتماعي كچه د خپل ذمه وارو احساس كولو سره د هېواد او قام پرمختګ، استحکام او خوشحالۍ لپاره د خاص دعاګانو اهتمام ته اړتيا ده۔ سپيکر ووئيل مونږ له په دې موقع د لوي څښتن شکر ادا كول پكار دے۔ په دې موقع سپيكر د ترهګرۍ په پېښو كښې د شهيدانو لوړو درجو او د ژوبل شوو زر رغتيا لپاره دعا هم وكړه ۔ په دې موقع دوهم سپيکر هم خپل پېغام كښې د شب برات مناسبت سره قام له مباركي وركولو سره ووئيل دا شپه مونږ ته د صبر، برداشت، ورورولۍ او احترام درس راكوي۔ ده ووئيل مونږ له په دې موقع د وحدت٬ روادارۍ او اجتماعي فلاح ودې لپاره د خپل كردار لوبولو لوظ پكار دے










