شب برات د رحمت، مغفرت او د خود احتسابي عظيمه شپه ده۔ سيد يوسف رضا ګيلاني پيغام

اسلام آباد 03 فروري (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني وئيلي دي شب برات د اللہ تعاليٰ د رحمت، مغفرت او د خود احتسابي عظيمه شپه ده كومه چې انسان ته د توبې او استغفار او نيکي په لاره د روانېدو پېغام وركوي۔ د شب برات په برکت لرونكې موقع د قام په نامه خپل پېغام كښې ده ووئيل شب برات يوه مقدس او روحاني شپه …

اسلام آباد 03 فروري (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني وئيلي دي شب برات د اللہ تعاليٰ د رحمت، مغفرت او د خود احتسابي عظيمه شپه ده كومه چې انسان ته د توبې او استغفار او نيکي په لاره د روانېدو پېغام وركوي۔ د شب برات په برکت لرونكې موقع د قام په نامه خپل پېغام كښې ده ووئيل شب برات يوه مقدس او روحاني شپه ده چې پكښې لوي څښتن په خپلو بنده ګانو خاص رحمت نازلوي، ګناهونه معاف كوي او د راتلونكې كال معاملو په اړه پرېكړه كوي، دا شپه مونږ ته پخپل ژوند د غور او فكر كولو او د خپلو تېروتنو د احساس او د لوي څښتن په بارګاه كښې د زړه د اخلاصه د توبې كولو د لارې د قربت ترلاسه كولو درس راكوي۔ده ووئيل د برات شپه مونږ ته د ايثار، محبت، روادارۍ او د انسانيت د خدمت درس راكوي۔ ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې د دې بركتي شپې په صدقه كښې پاکستان كښې امن و استحکام، ترقي او خوشحالي راولي۔ ده په پائې كښې ټول قام لپاره د نېكو هيلو څرګندونه او بهترۍ لپاره دعا وكړه چې اللہ تعاليٰ د دې مقدس شپې په صدقه كښې زمونږ د ټولو دعاګانې قبولې كړي او په مونږ دې خپل رحمت او مغفرت نازل كړي

مزید خبریں