د اے پي پي ډائريکټر عبدالجبار زکريا زلمے زوي معاذ عبداللہ خاورو ته وسپارلے شو

اسلام آباد 03 فروري (اے پي پي) سينئر خبريال او د قامي خبري اژانس (اے پي پي ) ډائريکټر عبدالجبار زکريا زلمے زوي معاذ عبداللہ خاورو ته وسپارلے شو٬ د اوراښاد د جنازې مونځ د نهې په ورځ په ميډيا ټاٶن او په اېچ اليون قبرستان كښې ادا كړے شو چې پكښې د اے پي پي منيجنګ ډائريکټر محمد عاصم کھچي، د قامي اسمبلۍ پخواني غړي ميا محمد اسلم، د …

اسلام آباد 03 فروري (اے پي پي) سينئر خبريال او د قامي خبري اژانس (اے پي پي ) ډائريکټر عبدالجبار زکريا زلمے زوي معاذ عبداللہ خاورو ته وسپارلے شو٬ د اوراښاد د جنازې مونځ د نهې په ورځ په ميډيا ټاٶن او په اېچ اليون قبرستان كښې ادا كړے شو چې پكښې د اے پي پي منيجنګ ډائريکټر محمد عاصم کھچي، د قامي اسمبلۍ پخواني غړي ميا محمد اسلم، د پاکستان فيډرل يونين آف جرنلسټ صدر محمد افضل بټ، د نيشنل پريس کلب پخوانې صدر حاجي نواز رضا پشمول خبريالانو، سياسي او سماجي شخصيات او د اے پي پي ملازمينو سره سره خپلو خپلوانو په لويه شمېره ګدون وكړو۔ د يادونې وړ ده چې 21 كلن معاذ عبداللہ په فاسټ يونيورسټۍ كښې د کمپيوټر سائنسز زده كوٶنكے ٶ او د سرطان په رنځ پحق ورسېد ۔ د ارواښاد بخښنې لپاره به د درېمې دعا (نن) د شورو په ورځ سهار يوولس بجې د ميډيا ټاؤن اے بلاك جومات كښې كېږي

مزید خبریں