فيصل آباد كښې په صنعتي بندشونو د وزيراعظم نوټس نه پس د وفاقي وزير قيصر احمد شيخ په مشرۍ كښې شراكتدارو سره مشاورتي غونډه

اسلام آباد 03 فروري (اے پي پي) د سرمايه كارۍ بورډ وفاقي وزير قيصر احمد شېخ په مشرۍ كښې په فيصل آباد كښې د صنعتونو بندېدو په اړه د وزيراعظم لخوا د اوسنو خبرونو نوټس په تناظر كښې د چيمبرز آف کامرس او آل پاکستان ټيکسټائل ملز ايسوسي ايشن (اپټما) نمائندګانو سره تفصيلي مشاورتي غونډه شوې۔ په دې موقع وفاقي وزير د ګډون كوٶنكو هركلي كولو سره هغوي خبر كړل …

اسلام آباد 03 فروري (اے پي پي) د سرمايه كارۍ بورډ وفاقي وزير قيصر احمد شېخ په مشرۍ كښې په فيصل آباد كښې د صنعتونو بندېدو په اړه د وزيراعظم لخوا د اوسنو خبرونو نوټس په تناظر كښې د چيمبرز آف کامرس او آل پاکستان ټيکسټائل ملز ايسوسي ايشن (اپټما) نمائندګانو سره تفصيلي مشاورتي غونډه شوې۔ په دې موقع وفاقي وزير د ګډون كوٶنكو هركلي كولو سره هغوي خبر كړل چې وزيراعظم په دې حقله يو جامع جاج او پاليسي سفارشات غوښتي دي۔ ده ووئيل د فيډمك د اوسنۍ دورې په مهال (FIEDMC) د فيصل آباد چيمبر آف کامرس اينډ انډسټري (اېف سي سي آئي) صدر د صنعتي بندشونو په اړه د سنګينو اندېښنو نه خبر كړے ووم كوم چې وروستو په ميډيا رپورټ شول ۔ په غونډه كښې د بورډ آف انويسټمنټ سينئر افسرانو پشمول ايډيشنل سيکرټري ډاکټر عرفه اقبال، ايډيشنل سيکرټري ذوالفقار علي او ډائريکټر جنرل محمود طفيل هم ګډون وكړو۔ په دې موقع ټولو ګډون كوونكو ته د صنعتي څانګې ته د ورمخې ته مسئلو وړاندې كولو موقعه وركړې شوه۔ په دې موقع د اېف سي سي آئي صدر فاروق يوسف ووئيل په اوسنۍ موده كښې نزدې 193 صنعتونه بند شوې دي او په دې لړ كښې به تفصيلات وراندې كړے شي

مزید خبریں