شب برات د لوي څښتن د رحمت او د بنده ګانو د بخشش شپه ده۔ د سېنېټ لنډ مهاله چيئرمين سيدال خان د شب برات په برکت لرونكې موقع د قام په نامه پېغام

اسلام آباد 03 فروري (اے پي پي) د سېنېټ لنډ مهاله چيئرمېن سيدال خان وئيلي دي شب برات د لوي څښتن د رحمت او د بنده ګانو د بخشش شپه ده كومه چې بشر ته د خپل ژوند محاسبه كولو٬ په ګناهونو د توبې وېستلو او رب كائنات پلو د زړه د اخلاصه د رجوع كولو موقع وركوي۔ د شب برات په بابرکت موقع د قام په نامه خپل پېغام …

اسلام آباد 03 فروري (اے پي پي) د سېنېټ لنډ مهاله چيئرمېن سيدال خان وئيلي دي شب برات د لوي څښتن د رحمت او د بنده ګانو د بخشش شپه ده كومه چې بشر ته د خپل ژوند محاسبه كولو٬ په ګناهونو د توبې وېستلو او رب كائنات پلو د زړه د اخلاصه د رجوع كولو موقع وركوي۔ د شب برات په بابرکت موقع د قام په نامه خپل پېغام كښې د دې عظيمې شپې په روحاني فضليت او اهميت رڼا اچولو سره ده ووئيل لاس په دعا يو چې لوي څښتن د دې مقدس شپې په صدقه كښې پاکستان كښې امن، استحکام او خوشحالي راولي٬ اسلامي نړۍ ته د ورمخې ته مسئلو خاتمه وكړي او مونږ ته د روادارۍ، خيرسګالي او شريك احترام جذبې سره د مخ په وړاندې تګ توفيق راكړي۔ ده ووئيل شب برات د عبادت، دعا او د انسانيت د خدمت جذبې له مخې تېره كړئ دغسې چې دا برکت لرونكې شپه زمونږ انفرادي او اجتماعي ژوند كښې د مثبت بدلون ذريعه وګرځي

مزید خبریں