برسلز ۔3فروري (اے پي پي) اروپائي ائتلاف وئېلي دي د ایران لخوا د اروپائي هېوادونو پوځ يو ترھ ګر ګروپ ګرځولو اعلان مسترد كوو ۔ د العربیه تر مخه د ایران د اړخه دا اعلان د اروپائي ائتلاف د هغې پرېكرې نه پس رامخې ته شوے په كوم كښې چې د ایران پاسداران انقلاب کور د ترهه ګرو تنظیمونو په فهرست كښې شامل کړے شو ۔ غبرګون كښې ایران هم …
اروپائي ائتلاف د ايران لخوا د اروپائي پوځونو يو ترهه ګر ګروپ ګرځولو اعلان مسترد كړو

مزید خبریں
برسلز ۔3فروري (اے پي پي) اروپائي ائتلاف وئېلي دي د ایران لخوا د اروپائي هېوادونو پوځ يو ترھ ګر ګروپ ګرځولو اعلان مسترد كوو ۔ د العربیه تر مخه د ایران د اړخه دا اعلان د اروپائي ائتلاف د هغې پرېكرې نه پس رامخې ته شوے په كوم كښې چې د ایران پاسداران انقلاب کور د ترهه ګرو تنظیمونو په فهرست كښې شامل کړے شو ۔ غبرګون كښې ایران هم د اروپائي هېوادونو پوځونه ترهه ګر اعلان كړي دي ۔ په كوم چې ائتلاف خپل غبرګون كښې ووئېل مونږ د ایران هغه اعلان مسترد کوو ۔ ائتلاف په علامتي توګه د ایراني قیادت په اړه خپله رائے بدله كړه چې پكښې د ایران پاسداران انقلاب کور ترهه ګر تنظیم ګرحولے شوے ؤ ۔ د اروپائي ائتلاف د اړخه موقف اختیار کړے شوے ؤ چې دا پرېكړه په ایران كښې د مظاهر چيانو خلاف د روان خوني کریک ډاؤن په وجه شوې ده ۔ كومې چې اروپائي ائتلاف د 1979 نه تر دې دمه تر ټولو بد تره مظاهرې او د ایران حکومت خلاف هنګامې ګڼي ۔








