د قامي اسمبلۍ سپيكر سره د برطانيي هائي کمشنرې ملاقات، په دوه اړخيزه اريكو ،په مهمو پارلیماني و سيمه ايزو چارو د خیالاتو ګرګندونه

اسلام آباد۔3فروري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق سره د نهې په ورځ د برطانیه هائي کمشنرې جین میریټ په پارلیمنټ هاؤس كښې ملاقات وكړو چې پكښې په دوه اړخيزه اړيكو او په مهمو پارلیماني و سيمه ايزو چارو خبرې وشوې ۔ سپیکر د برطانيې سفارت کار سره خبرو كښې ووئېل پاکستان د برطانیي سره خپلو تاریخي او دوستانه اړيكو ته ډېر اهمیت وركوي۔ ده ووئېل …

اسلام آباد۔3فروري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق سره د نهې په ورځ د برطانیه هائي کمشنرې جین میریټ په پارلیمنټ هاؤس كښې ملاقات وكړو چې پكښې په دوه اړخيزه اړيكو او په مهمو پارلیماني و سيمه ايزو چارو خبرې وشوې ۔ سپیکر د برطانيې سفارت کار سره خبرو كښې ووئېل پاکستان د برطانیي سره خپلو تاریخي او دوستانه اړيكو ته ډېر اهمیت وركوي۔ ده ووئېل د حزب اختلاف ټولو غړو سره په زړه پورې اړېكې لرو ځكه چې دا د قامي اسمبلۍ مهمه برخه ده ۔سپیکر سردار ایاز صادق پاکستان كښې د پارلیماني کمیټیو نظام فعاله كولو كښې د برطانیه د مرستې ستائنې كولو سره ووئېل د قامي اسمبلۍ ټولې قائمه کمیټۍ په مکمل توګه فعاله دي پاکستان د څو لسيزو نه د ترهه ګرۍ ښکار دے او د دغې مقابلې كولو له عزم لري ۔اسپیکر سردار ایاز صادق د دواړو هېوادونو په پارلیماني و اولسي كچه رابطو ته د لا ودې وركولو په ضرورت زور راوړو ۔ ده ووئېل د پارلیماني او اولسي روابط ودې څخه به د دواړو قامونو تر مينځه هم غږي زياته شي ۔ ده ووئېل موسمیاتي بدلون يو نړيوال چیلنج دے۔ پاکستان كښې د موسمیاتي بدلون د چیلنجونو مقابلې له د برطانیي د اړخه مرسته خوش آئند ده ۔ د پاکستان پارلیمان كښې د مېرمنو حقونو او خېر یښګړې كمېټۍ جینډر مین سټریمنګ او د ویمنز پارلیمنټري کاکس فعاله کردار ادا کوي ۔ده ووئېل قامي اسمبلۍ كښې د ماشومانو د حقونو تحفظ او د ښیګړۍ لپاره پارلیماني كاكس هم جوړ كړے شوے۔چین میریټ د سپیکر سردار ایاز صادق د ټولو غړو ته د كوم تفریق نه غېر د ځان سره د روانو ساتلو ستائنې سره او پاکستان لپاره د خیر سګالۍ جذبات هم څرګند كړل ۔

مزید خبریں