د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې نجكارۍ لپاره د كابينه كمېټۍ غونډه

اسلام آباد 03 فروري (اے پي پي) د نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې نجكارۍ لپاره د كابينه كمېټۍ غونډه وشوه ٬ په غونډه كښې د بېلو سركاري دارو د نجکارۍ د عمل جاج واخستلے شو۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې د هاٶس بلډنګ فنانس كمپنۍ نجكارۍ لپاره د نجکاري کميشن په دوېم پړاٶ كښې د شوو پرېكړو توثيق وكړو٬ …

اسلام آباد 03 فروري (اے پي پي) د نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې نجكارۍ لپاره د كابينه كمېټۍ غونډه وشوه ٬ په غونډه كښې د بېلو سركاري دارو د نجکارۍ د عمل جاج واخستلے شو۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې د هاٶس بلډنګ فنانس كمپنۍ نجكارۍ لپاره د نجکاري کميشن په دوېم پړاٶ كښې د شوو پرېكړو توثيق وكړو٬ د دې نه علاوه د نجکاري کميشن د لارې د اسلام آباد ايئرپورټ آؤټ سورسنګ هم د شاملولو سفارش وشو۔ نائب وزيراعظم او خارجه وزير په دې خبره زور راوړو چې اړوند سرپرست وزارتونه او د نجكارۍ كمېشن دې د منصفانه مارکيټ ويليوايشن باوري كړي چې پكښې اثاثو سره سره د سباٶن كاروباري امكانات هم شامل وي۔ ده د دې خبرې پخلے وكړو چې نجکارۍ څخه به د نجي څانګې سرمايه كاري وده ومومي او ادارې به د ماركيټ صورتحال له مخئ په تندۍ سره ځان سم كړي۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو محمد اورنګزيب، اويس لغاري، د وزيراعظم خاص مرستيالو هارون اختر، طارق باجوا، د كابينه سيکرټري، د نجكارۍ سيکرټري٬ د لاء ډويژن سيکرټري٬ د صنعت سيکرټري او نورو لوړ پورو ګډون وكړو۔

مزید خبریں