د تېرو څلورو كلونو په مهال د پوليس حراست څخه 19 بنديان تښتېدلي٬ 15 بيا نيولې شوي ۔د داخله وزير مملكت سينيټ كښې ځواب

اسلام آباد03 فروری(اے پی پی)د كورنيو چارو چارو وزير مملكت سينيټر طلال چوهدري د نهې په ورځ سينيټ خبر كړو چې د تېرو څلورو كلونو په مهال د پوليس حراست څخه 19 بنديوان تښتېدلې دي چې پكښې 15 بيا نيولې شوي دي ۔ د پوښتنو دمې په مهال د بيلو پوښتنو په ځواب كښې ده ووئيل په بې غورۍ او د معياري عملي طريقه كار(ايس او پيز)په خلاف ورزۍ د …

اسلام آباد03 فروری(اے پی پی)د كورنيو چارو چارو وزير مملكت سينيټر طلال چوهدري د نهې په ورځ سينيټ خبر كړو چې د تېرو څلورو كلونو په مهال د پوليس حراست څخه 19 بنديوان تښتېدلې دي چې پكښې 15 بيا نيولې شوي دي ۔ د پوښتنو دمې په مهال د بيلو پوښتنو په ځواب كښې ده ووئيل په بې غورۍ او د معياري عملي طريقه كار(ايس او پيز)په خلاف ورزۍ د 32 پوليس اهلكارو په ضد تاديبي او فوجداري كاروائي شوي ۔وزير مملكت ووئيل څلور بنديان تراوسه مفروران دي ٬ د هغوي نيولو لپاره هڅې روانې دي۔ده ووئيل د حراست انتظامات كښې د كوتاهۍ مرتكب 32 پوليس اهلكارو په ضد محكمانه كاروائي شوې چې پكښې 17 افسرانو ته لويې سزاګانې وركړی شوي۔ده ووئيل د پوليس اهلكارو غفلت له امله د بنديوانو تښتېدو په پیښو كښې 13 د فوجدارۍ مقدمات هم درج كړے شوي ۔طلال چوهدري وضاحت وكړو چې د پلټنو څخه دا خبره رامخې ته شوې چې تورن عدالتونو كښې د وړاندې كېدو او د يو ځاے نه بل ځاے ته په منتقل كولو دا پیښې رامخې ته شوي دي۔

مزید خبریں