د بلوچستان مسئلو ته به په مقامي نظر كتل وي۔حنا رباني كهر

اسلام آباد۔03 فروري (اے پي پي)د پاكستان پيپلز پاړټي سينئر لارښودې حنا رباني كهر وئېلي دي د بلوچستان صورتحال د لسيزو څخه خرابېدو پلو روان دے او اوس وخت راغلے دے چې مونږ پخوانۍ طريقې پرېږدو او د بلوچ اولس په نقطه نظر مسئلز ته اوګورو۔قامي اسمبلۍ كښې د خيالاتو څرګندونې سره دې پنجاب٬په خاص توګه مظفرګړھ او خوا او شاه سيمو كښې د هيوي انډسټري لخوا د ماحولياتي قوانين …

اسلام آباد۔03 فروري (اے پي پي)د پاكستان پيپلز پاړټي سينئر لارښودې حنا رباني كهر وئېلي دي د بلوچستان صورتحال د لسيزو څخه خرابېدو پلو روان دے او اوس وخت راغلے دے چې مونږ پخوانۍ طريقې پرېږدو او د بلوچ اولس په نقطه نظر مسئلز ته اوګورو۔قامي اسمبلۍ كښې د خيالاتو څرګندونې سره دې پنجاب٬په خاص توګه مظفرګړھ او خوا او شاه سيمو كښې د هيوي انډسټري لخوا د ماحولياتي قوانين سنګينې خلاف ورزۍ او د بشري ځانونو زيان په اړه د ايوان پام راوګرځولو۔حنا رباني كهر ووئيل مونږ د تېرو څو لسيزو راهيسې په بلوچستان كښې يوه طريقه خپله كړې كومې څخه چې صورتحال د ښه كېدو په ځاے لا خراب شوے۔دې زور راوړو چې تر څو رياست د بلوچستان اولس مسئلو ته د هغوي پخپل نظر نه وي كتلي تر هغې امن ممكن نه دے۔حنا رباني كهر د پنجاب په كلي والو سيمو كښې د جوړو هيوي انډستري په اړه مهمه انساني مسئله پورته كولو سره ووئېل د لوكل ايډمنسټرېشن په صلاح د انوائرمنټل پروټوكولز او د سيفټي قوانين پورې خنده كېږي۔دې انكشاف وكړو چې په 25 جنوري د شيخو په شوګر مل كښې دوه اور مړه كوونكي سوځېدلي او دريم سخت ژوبل حالت كښې روغتون كښې داخل دے۔دې د افسوس څرګندونه وكړه چې دا كومه وړومبۍ پیښه نه ده بلكې د دې څخه وړاندې هم د بوائلرز به چاودلو ګڼ شمېر مرګونه شوي دي۔

مزید خبریں