پاكستان د معاشي بحالۍ او استحكام په لاره روان دے ٬ د ليپ ټاپ اسكيم مقصد ځوانان عصري زده كړو باندې سنګارول دي : انجينئر امير مقام

بونېر۔ 03 فروری (اے پی پی) د كشمير ٬ ګلګت بلتستان او سېفران چارو وفاقي وزير انجینئر امیر مقام وئيلي دي پاكستان د معاشي بحالۍ او استحكام په لاره روان دے ٬ د ليپ ټاپ اسكيم مقصد ځوانان عصري زده كړو ٬ ډيجيټل مهارتونو او اختراع سره هم آهنګ كول دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په یونیورسټی آف بونېر كښې د وزيراعظم لېپ ټاپ سكيم …

بونېر۔ 03 فروری (اے پی پی) د كشمير ٬ ګلګت بلتستان او سېفران چارو وفاقي وزير انجینئر امیر مقام وئيلي دي پاكستان د معاشي بحالۍ او استحكام په لاره روان دے ٬ د ليپ ټاپ اسكيم مقصد ځوانان عصري زده كړو ٬ ډيجيټل مهارتونو او اختراع سره هم آهنګ كول دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په یونیورسټی آف بونېر كښې د وزيراعظم لېپ ټاپ سكيم لاندې زده كوونكو ته د لېپ ټاپس وركولو دستورې ته د خاص مېلمه په حېث خپل خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل زه نن په دې زيات خوشحاله يم او وياړ محسوسوم چې زه د خېبر پښتونخوا په يوه مهمه او رامخې ته كېدونكې د زده كړو اداره يونيورسټي آف بونېر كښی ستاسو ترمينځه موجود يم۔ دا زما لپاره درناوې دے چې زه نن يو اړخ ته د وزيراعظم يوتھ لېپ ټاپ اسكيم لاندې 152 زيركو زده كوونكو ته لېپ ټاپس وركوم او بل اړخ ته په پوهنتون كښې د تعليمي ٬ انفراسټركچر او ډيجيټل پرمختګ مهمو منصوبو پرانسته كوم۔ انجینئر امیر مقام ووئيل وزیراعظم یوتھ لېپ ټاپ اسکیم يوازې يوه منصوبه نه بلكې دا د وزيراعظم شهبازشريف د هغه وژن عملي څرګندونه ده د كوم مقصد چې د هېواد زلمي عصري زده كړو ٬ ډيجيټل مهارتونو ٬ څېړنې او اختراع سره هم آهنګ كول دي۔ ده ووئيل وزیراعظم په هر يو ډكر د قام لارښودنه كړې او پاكستان يۍ د پرمختګ او بهترۍ په لوري روان كړے۔ ده ووئيل مونږ په دې وروستيو كښې هند سره د كړكېچن چاپېريال په مهال د پاكستان ذمه وار ٬ مېړنې او باوقاره دريځ هېرولې نه شوو٬ ټول قام د يووالي ٬ حوصلې او قامي وقار څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل په دې موقع زه فيلډ مارشل سيد عاصم منېر او د پاكستان وسله والو ځواكونو ته هم پېرزوئنې وړاندې كوم د چا پېشه وره مشرتابه او په وخت پرېكړو چې د هېواد دفاع مضبوطه كړه۔ ده ووئيل ټول قام د پاك پوځ په شا ولاړ دے۔ ده ووئيل په یونیورسټی آف بونیر كښې د پی اېس ډی پی لاندې اعلی زده كړو ته ودې وركولو له په لويه كچه پرمختيائي كارونه روان دي۔ چې كومې منصوبې بشپړې شي شوي په هغې كښې يو نوے او فعال اېډمنسټرېشن بلاك شامل دے كوم چې د 224 ملین روپو په لګښت بشپړ شو۔ دغسې يو ګرلز هاسټل هم د 126 ملين روپو په لګښت بشپړ كړے شوے۔ دې څخه وړاندې چې څه وخت امير مقام پوهنتون ته اورسېد نو هغه ته تود هركلے ووئيلے شو۔ وائس چانسلر وفاقی وزیر ته د پوهنتون د تعليمي ٬ تحقيقي او پرمختيائي فعاليتونو په اړه بريفنګ وركړو د كومو چې وفاقي وزير ستائنه وكړه۔(

مزید خبریں